Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

معازالله خان  

له    کينې   کړه   ائنه   د   سينې   صافه
خپله   ژبه  په   امان   کړه    له    خلافه

د   اجل   توره د  پاس  په   تندې  ګرزۍ
کومه  ورځ  به  دې پاره کاندې تر نافه

د   کمزورې    مال   دېده  دانسته  وخرې
لس  د  ځان پنځه د بل کړې بې انصافه

چپه خله کښېنه چه عيب دې په را پټ وې
مه     وکاږه     بده   توره   له    غلافه

ځان   له  بله  کم   ګنړه که لوئ  غواړې
په پايه کښې کوه طور دې لوئ تر قافه

له   کرمه  ئي   هميش    اميدوار   اوسه
معاز الله  ګندې  ګناه  دې  کړه   معافه