Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

خالد پښتون

دخپلو اوښکو نه رڼااخلو اومخته به ځو
پور به دوخت له اژدها اخلو اومخته به ځو
مزل لاپاته، لاټاټوبے درڼادے لرې
دحسرت مړے به په شااخلواومخته به ځو
دعقيدې په نوم سنګسار شولو مخلص مبارز
حال به دهغه بې ګناه اخلواومخته به ځو
څومره خيمې شولې زخمى، څومره شهيدې هيلې؟
حال به دستړې کربلا اخلو اومخته به ځو
راشه ايازه ! چې ترې وشړوساړه اسويلى
ددې سپيرۀ وطن دعااخلو اومخته به ځو