چۍ د کله نه پيدا شوم په ژړا شوم
بد بختانو کښۍ چۍ شمار د دې دنيا شوم
همه واړه خلق خاندې خوشحالۍ کړۍ
زه په غم ککړ اول تر انتها شوم
د زړه غوښۍ مې د اور په دود وريتيږۍ
ورته زه د ډيره غمه په ژړا شوم
ستا احساس را باندې داسۍ ټوټۍ اوکړۍ
چۍ ستا مينه کښۍ د هر چا بۍ پروا شوم
پيوسته غمونو څيرې ګريوانه کړم
چۍ بۍ درده شوم نو هومره بۍ نوا شوم
زه اسرار به ورته خپلۍ لپۍ نيسم
چۍ د زړه په سر سورۍ ورۍ رسا شوم