دا چې زړونو
کښې تورتم دے
دا د ټولو نه
لوئي غم دے!!
کۀ جذبه د
لېونتوب وي
نو منزل ته يؤ
قدم دے
حال د ژوند بس
دومره ډېر دے
چې حالاتو سره
سم دے
علامت د بربادۍ
دے
مونږ تراشلے چې
صنم دے
(ق)
يؤ سړے چې هيڅ
يې نۀ زده
استاد هم دے،
لارښود هم دے
دا لا کوم وحشت
راخور دے
د هر چا سترګو
کښې نم دے؟
(ق)
د ښار ډېرې
دروازې دي
اؤ په هره يوه
کښې غم دے!
دا تاريخ
ورانول ګران دي
دا په زړونو
کښې رقم دے
د ژوند ډېرې
تقاضې دي
د انسان عُمر
ډېر کم دے