ګريوان مې څيرې تار په تار پروت دۍ
سترګو کښۍ ستړۍ انتظار پروت دۍ
د زړګۍ وينۍ ورکول غواړۍ بس
دۍ خزانو کښۍ بهار پروت دۍ
ساقۍ جامونه راته مه ټنګوه
د اشنا سترګو کښۍ خمار پروت دۍ
ستا د خود سره محبت د لاسه
ليونۍ اوګوره په دار پروت دۍ
خدائې خبر کوم طوفان راغلۍ دې پرې
جې سوزيدلۍ دا ګلزار پروت دۍ