دوه قدمه باندې بيا د ژوند تکميل دے
دا سفر د مينې دومره زيات طويل دے
فکر مند به ولې نۀ يم ستا دپاره
ستا دا خيال زما د ذهن سنګِ ميل دے
چې نظر مې دے پرېوتے ستا په سترګو
غورزېدلے مې لاسونو نه قنديل دے
اوس خو وکړه اعتماد دې په خپل حُسن
دا غزل مې ستا دپاره يؤ دليل دے
ابرهه په شان رقيب به په شا لاړ شي
اے شادابه! زما ذهن ابابيل دے