Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

غزل

فياض شاداب

کلي زما نه نفرتونه کول
ما سره تا محبتونه کول

چې همېشه مې ديدنونه کول
ولې مې تا پسې ويرونه کول

مونږه په يؤ کلي کښې دواړه لوي شو
يؤ بل نه لرې مو خوبونه کول

څۀ رنګ واپس به درنه زړۀ غواړمه
په دې خبره مې سوچونه کول

تۀ د ورېځو په اوښانو لاړې
ما دې هوا نه تپوسونه کول

يؤ عقيده مې راترسره نۀ کړه
هسې عبث مې زيارتونه کول

هر څۀ مو بائيله اے شادابه ځکه
مونږه بې ځايه غېرتونه کول