نن دۍ په سترګو کښۍ غړيږم د ازغو په شانتۍ
پريږده چۍ ګرځم در په در د ليونو په شانتۍ
نه يو ساعت مې نه هيريږۍ زما ځان ئ ګله
خو يو ته ئ چۍ ګنډۍ مۍ د پردو په شانتۍ
د چا په سر چۍ مۍ د خلقو پيغورونه يووړل
هغه ظالم ته زه ښکاريږم سرو لمبو په شانتۍ
زما د مينۍ اختتام شته نه انجام د زړګيه
هغه لوګۍ شمه جانانه سپيلنو په شانتۍ
ښائست به ډير ولۍ ګله تا ته کله رسۍ
ته چۍ قدم په قدم ځۍ د شهزادګو په شانتۍ
ګلۍ چۍ ستا دا ښکلۍ سترګۍ په کښۍ نه وينمه
اعتجاز ته ښکارۍ ټول ګودر داديرو په شانتۍ