بادشاه محمود
پري مي ده چي ژاړمه ژړا راځي
ستا حسينو سترګو نه حيا راځي
تير د مال و سر نه ستا په عشق کښي يم
کله به د ستا ده زړه رضا راځي
اور د محبت دي لمبه کيږمه
کله به دي ترس خدايه په ما راځي
کړي مي قسم دي ستا په مينه کښي
خدائيکو که د سر مي هم قضا راځي
ته چي پکښي نه ېي نو جنت به څه کړم
ډير حوري غلمان که بي له تا راځي
لاره چي په زلفو جاړو کومه زه
نن به د محمود ښکلي اشنا راځي