Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

عطاء الله جان :: مينګوره، سوات

ارمان مې قتل شو په دار شوه ځواني
اوس مې د ژوند په اوګو بار شوه ځواني

د چا د کرسو سترګو ښکار شوه ځواني
چې د جانان سترګو کښۍ خار شوه ځواني

وخته زه ستا نه ګيله من نه يمه
د خپله لاسه مې ازار شوه ځواني

چې مې د مينې په کار لاس پورې کړو
څومره بې کاره خو د کار شوه ځواني

ما د الفت ګلان په زړه اوکرل
ځکه د سرو ګلو ګلزار شوه ځواني

ماځيګرې به ښائسته ولې نه وي
ستا چې ګودر زما چنار شوه ځواني

جانه، ايله خو ئې په خوند پوه شوم
چې شوه بې لارې نو په لار شوه ځواني