| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

عبدالمالک افريدي

مئين چې شوم په مينه کښې غمونو سره مخ شوم
دعشق په کشتۍ سپور دطوفانونو سره مخ شوم
ماوې چې يوپياله به دخپل يارله غمه وڅښم
خبرنه وم ساقى چې دجامونو سره مخ شوم
تاوکړه پرمامينه ماخوداسې نه غوښتل
دانن چې سرولمبو اوسرو اورونو سره مخ شوم
اشناداپه جبين دې چې بې شماره دى وهلى
دى ستورى داسمان که دخالونو سره مخ شوم
ماويل چې به پرې وچوم دخپل زړګى ټناکې
تکل کښې داغزووم دګلونوسره مخ شوم
ليدلى ما مالک دى بيګا ستازلفې په خوب کښې
داځکه نن مزل کښې ماښامونو سره مخ شوم
چې ماښام راته جانان خواږه راګورى
شنه خالونه ئې ښکاريږى لکه ستورى
دتيراه دڅيړيو سيورى مې راياد شى
چې رامات شى ستاپه مخ دزلفو سيورى
پکښې نشته دے درانه درانه مشران اوس
دخيبر پښتانۀ ځکه شول کمزورى
زمازړۀ تاسره سم لاړوله مانه
ته چې لاړلې نازنينې په کوم لورى
دلالونو له دانو نه هم دى ښکلى
زۀ چې ګورم دحمزه دغزل تورى
شوګيرې ورباندې ويشى خوب ترې اخلى
ستايادونه دمالک په زړۀ رااورى

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate