که دې غم په ماانبارشى پرواه نشته
که مې سترګې ستاپه لار شى پرواه نشته
ستاپه مينه کښې جانانه داعاشق دے
که منصور غوندې په دارشى پرواه نشته
په باطن باندې قائل زمادمينې
په ظاهر که توبه ګار شى پرواه نشته
زۀ خبر يم چې سختۍ پسې راحت وى
داخزان به مې بهارشى پرواه نشته
دازما د اوښکوډکې تورې سترګې
که قربان ستاپه رخسار شى پرواه نشته
هيخ پرواه به دچاونکړم ملګرو
که داخپل راته اغيار شى پرواه نشته
که يوځل ئې دستامخ ديدن نصيب شو
که زاهد بياګناه ګار شى پرواه نشته