فرمان على تنها
دادمنزل لارې که اوږدې دى خودبه لنډې شى
مونږ که شوپه نيغه لار روان نو بيابه هيڅ نه وى
دادزۀيم زۀ يم بيمارى که مينځ نه ووته
پاتې يوذهنى نه شى بيمار نوبيابه هيڅ نه وى
دابې ځايه ضدمودانامسئلې جوړې کړې
شوکه مونږه له داسې ضدکنارنوبيابه هيڅ نۀ وى
لرې که داوچې تربګنۍ کينې دزړونوکړو
شوکه په خلوص يوبل نه ځار نوبيابه هيڅ نه وى
يوبل له به چرې تنهاخله څوک په سوک نه وهى
نرمه ژبه خوږ که شى ګفتار نوبياهيڅ نه وى