ګوهر علي ګوهر
زما برېت
څنګه ښکته اويزان دي زما بريت
وېښته نه ښاماران دي زما بريت
کله کله ئې د پوزې نه راتاؤ کړم
راته ګوره د پيزوان دې زما برېت
تاومې ئې چې ماشوم کله په اوګه کړم
ډير لوبولي ماشومان دي زما بريت
چې پيشو مخې ته راشي هم وېرېږم
نور د ښه غټ پهلوان دي زما بريت
تپوس مه کړئ چې بې برېتو په مخ راشي
خفه کړې ډير ځوانان دي زما بريت
په چيچلو مې سرونه ئې بونډې کړه
سم مږلي چا په سوان دي زما بريت
ستاسو څه پرده د سپږو ښکښې زور دې
د ښرئېلو په آرمان دي زما بريت
په وزګار وخت کښې پرې داسې مشغولېږم
تاوهمه ئې سيخان دي زما بريت
غوړ لاسونه پرې خپل هر وخت پاکوومه
د روماله قدردان دي زما برېت
سپين لا نه دي خو خضاب مې ورله ايخې
ځکه ډير راباندې ګران دي زما بريت
زه ګوهر به ئې نور څه صفت کومه
ختم کړې ډير شيمپوؤان دي زما بريت