ګوهر علي ګوهر
زما بيزه
د شپې وهي بقړې، په ورځ ګوټ نه کوي پئ
خرڅوم دې په مېله کښ دې جمعې له بېزوکئي
کوټه دې ډکه کړې ده د پچو سم مشين ئې
درياب پکښې ولاړ وي ته بيزه او که سين ئې
لمدې وي هميشه زمونږ په کور کښ جاروګئي
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
په لوخو کښ لوغړېږې څو پيالئي دې کړې ماتې
موده اوشوه، د يوې نه خو ته دوه نه شوې ميراتې
په شکور کښ پاتې کيږي ستا د لاسه نه ډوډئي
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
د ونو ئې دښمنه هميشه ئې ستې ډډ
په هر ځائ ور سورېږې که موار وي که ګډ
شوه ستا د لاسه ووچه زمونږ کور کښ خوبانئي
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
په غولي کښ لا څه کښې چې کوټې ته هم سورېږې
حيران يمه زه تاته په وهلو نه پوهېږې
آثار قديمه دې کړې زمونږ ټولې بلۍ
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
خوراک کښ خو ظالمې پاڼې پېژنې د توت
دا زړه مې راته وائي چې يو غزار درکوم مظبوط
نه ته خورې په قسم هم يوه پاڼه د شنډۍ
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
فائدې له مې که راوستې وې دښمنه اوڅ زما ئې
په تا باندې پوئ نه شوم چې ته دا له څه بلا ئې
پرون ګلې ته راغله دروازې ته ګاونډې
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
يم پوزې له راغلې په تاوان دې خرڅومه
خو ستا د دې لانجو نه خدائيکو ځان دمه کومه
په سين دې ورلاهو شي دا سل دوه روپې
خرڅوم دې په ميله کښ دې جمعې له بيزوګئي
که ياد مې وي دا سخته په تا نه به کړم نظر
نامه به مې وي بله زه به نه يمه ګوهر