Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

رحمان بابا

شهيد د تورو سترګو په خنجر شۍ

چه شهيد د تورو سترګو په خنجر شۍ
خوشنودۍ ئي د سرو شونډو په کوثر شۍ

چه را ياد ئۍ سپين رخسار دراز مژګان کړم
هغه دم مۍ زړه سپند سنيه محمر شۍ

محنديب خاطر مۍ الوځۍ په ګلو
که د ترکو سنبل زلفۍ ئۍ شهير شۍ

که يار سل ځله جفا راسره کاندۍ
زما کله په جفا د يار باوۍ شۍ

د ناصح په نصيحت به منع نه شم
که هزار ځله مۍ ورور و برادر شۍ

د رقيب او زما صلح سره نشته
که مو چرۍ لاس و دست و بله بر شۍ