چه بلېږي پکښې اور زما د آه
ولې نۀ شوه د فلک مانړئ سياه
په ژړا دمه کوم زړۀ مې ګنړه چوئ
دې ودان دا پيښور په دا تيراه
د کلرخو په نظر به پوره ۀ شي
مګر سپک شۍ بې عزت لکه ګياه
که م نۀ وۍ ليونتوب رهبرۍ کړې
افلاطون غندې به مړومه ګمراه
نادانان د نۀ کا يار زما د مينې
د يوسف په دود م چاه اوليد د چاه
چه پندونه راکوۍ په ترک د مينې
زۀ هغه نيکخواه ګنړم ګورم بدخواه
که م سر درومي که مال پکښې ناصحه
پرې به نږدم عاشقۍ والله والله
بيهوده په زړۀ ميئن په خلې انکار که
نۀ پټېږي اوښ د پولې په پناه
د حميد زندګانۍ د يار په مخ ده
نادانان به ئې ژوندې بولۍ په ساه