ځان ايمان ولې خاندې د نفس د پاره
ولې خر نابارې په ګلو بيائې
لکه سپئ چه د مردارو خواؤشا ګرځې
هسې تۀ کس و ناکس سره آشنائې
سړيتوب به د سپي توب شي په داطمع
عزت اوساته په صبر که دانا ئې
هسې چارې به حرص ورباندې وکه
په هيچا چه شوۍ نوۍ بيا به وائې
د دوزخ د لمبې امن په دا نۀ شي
چه ښۀ اوخرۍ اوښۀ واغندۍ ځان ساتې
د لې قيد سر کښه نفس په عبادت کښۍ
که هورې د آزادئ په تمنا ئې
چه بيخۍ همره بلا په عاشقئ کښ
د حميد صورته څه سخته بلا ئې