اوړې زړۀ په تلوار مه راوړه د ښکلو
د وطن ته اورسېږي غريب رو رو
رغړوۍ مې زمانه د محتاجئ نه
لکه سپۍ د چواړۍ رقيب په خپو
ډير عالم د جدايئ خضر پښېمان کړل
د حياتو د اوبو په بدوڅښو
په آشنا پسې مې روح د تن له سرايه
د سفر په غر مې لاس کيښو په خپو
له خلقو نه بازار راښکول شئ
زاهدان د زاهدئ په خرخشو
غم کړو زړۀ د حميد هسې څيرې وې
چه حيران ئې په ګنډل شوم د ريخو