عبدلباري جهاني
دا وطن زما دې
قندهار مي د بابا په قواله ده
که پنجشير دئ که واخان دي وطن ځما دي
هره لويشت مي د نيکه او بابا کور دي
پر هر کام باندي لحد او کفن ځما دي
هر غاټول ېي ځما له وينو رنګ اخيستي
دا په وينو روزل سوئ چمن ځما دي
له نيکه را پاته سوئ په ميراث دي
دا د مشکو رباتونه ختن ځما دي
سرداري ېي ځما په پچه ده ختلي
له امو تر مست هلمنده مامن ځما دي
که تاجک دي که اوزبک دي يو افغان دي
د دي خاوري هزاره ترکمن ځما دي
چي فکرونه د نفاق پالي په سر کي
امتياز ېي د وهلو کشتن ځما دي
ښه ېي ځما دي بد ېي ځما دي هر څه ځما دي
د دي خاوري ارغوان او زغن ځما دي
دلته هره تيږه کاڼي بدخشان دي
دا لعلونه غرونه غرونه د من ځما دي
ده ازل تقسيم باغوان هم پيدا کړي
دا بهار او لاله زار او ګلشن ځما دي
دا مور چل مورچل پکتيا او دا شير برېتي
چي فلک به کوږ ور ګوري دښمن ځما دي
که ميرويس دي که اکبر که مسجدي دي
هره توره هر ميدان او تورزن ځما دي
فتح ځما ده فخر ځما دي جشن ځما دي
شهيد ځما دي د ويرژلو شيون ځما دي
چي په زړه کښي څه در تير نه شي اسمانه
چي پرون مي د نيکونو ؤ نن ځما دي