| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

زړه وره نجلۍ

رېډيو چين پښتو څانګه

ورځپاڼه وحدت

- د١٩٨٢کال د دسمبرپه شلمه نيټه اوويشت کلنه نجلۍ بيليکا په خپل کور کي د تيلفون په واسطه د خپل ملګري سره خبرې کولي،هغي ناڅاپه وليدل چی دوه تنه سړي چی سرونه يې په تورې جرابې پوښ شوي دي .دکور په دروازه کې راښکاره شول چی هرتن په لاس کي يوه تفنګجه ونيوله .يوه سړي بيليکا ته ورنژدېشو او د بيليکا له لاس څخه يې تيلفون ونيو.په دي وخت کي بيليکا وليدل جینورو دوو تنو کسانو جي سرونه يې هم په تورو جرابو پوښ شوي دي د بيليکادکور پيشکاره هم رابوتله. يو لوټمار د بيليکا نه پوښتنه وکړه چې ستا نوم څه دی او د دينوماکيوريلو لور يې؟ بيليکااول وغوښتل چي خپل هويت پټ کړي.خو بيا يې فکروکړچی لوټمارانو حتماُْد خپلي کورني معلوماتت ترلاسه کړی وی،نو لازم نه دی چی دوي ته دروغ ووايم .هغې په خپل هويت اعتراف وکړ.

لوټمارانو د بيليکا سترګېپه دستمال پټې کړي او د کور نه دباندېپه يوه ګړندي موټر کې وغوځوله اد موټر يي چلند کړ٠ د بيليکا پيشکاره د لوټمارانولخوا ﻻسونه او پښې وتړلې شوي او خوله يي هم د ټوکر په پارچه بنده شوه چي په دې وجه هغې ونه

شوکړای چي پوليسو ته خبرداري ورکړي٠ د لوټمارانو موټر د نيم ساعت د روانيدو نه وروسته يوه ځای ته ورسيد ٠ دوو تنو لوټمارانو بيليکا يوي کوټې ته بوتلله او د سترګو نه يې د ټوکر پارچه هم وايستله ،په دی وخت کي بيليکا وکتل چي خپل ځان په يوه ډيره کوچني او تنګه کوټه کي دي چي پکي يوازي يو چپرکټ او يو سظل شته ،

د ديوال په يو اړخ کي يوه وړه او جکه کړکۍ ده ،پرته له دي نه نور هيڅ نشته٠ يو لوټمار بيليکا ته وويل چي خپل پﻻر ته دې خبر ورکړي چي ستا د ځان د خوشي کولو دپاره دې يو لک امريکايي ډالره راکړي٠ بيليکا ورته ځواب وکړ چي مونږدومره پيسي نه لرو ٠ تښتوونکي وويل ټولو ته معلومه ده چي ستا پﻻر دينوماکيوريلو د ايتالييې د وينيس په ښار کي يو ډير مشهور سوداګر دي او ډيري پيسي لري ٠ته بايد ښه فکر وکړې چي پيسي مهمې دي يا ستا ژوند ٠ دا خبره يي وکړه ، تښتوونکو ددي کوچني کوټې دروازه کلف کړه او ﻻړل ٠

دوهمه ورځ د تښتوونکو مشر راغي او خوراک يي هم بيليکا ته راوړه او بيليکا ته يې وويل ښه فکر دې وکړ؟ دا کاغذ او قلم دی، نخپل پﻻر ته دې دغي چملې وليکه چې پﻻره اوس زه ژوندي يمه ،خو تښتوونکي يو لک امريکايي ډالره غواړي ،که دوي ته ورنه کړي نړ زه به ژوندي نشم ٠ بيليکا دغې جملې وليکلې خو په پاي کي يې دا خبره هم وليکله چي پﻻره تاسي بايد زما په مطلب ښه پوه شي ٠ تښتوونکي دا ليک واخيست او ﻻړ٠ اوس يوازي بيليکا په کوټه کي پاتي شوه٠ د وخت د تيريدو او ساعت تيري دپاره تښتوونکي بيليکا ته څو مجلې ورکړې ٠ دوې ورځې تيرې شوې ٠ دريمه ورځ په سهار د بيليکا ليک د ښاغلي دينوماکيوريلو ﻻس ته ورسيد٠ لنډخطيي ولوست ،نو خبر شو چي خپله ګرانه لور د لوټمارانو لخوا وتښتوله شوه ٠ مخ يې سپين رنګ والوت ٠ هغه دا خطبه تکرار سره ولوست او د خپلي لور په رښتيني مقید باندې ښه پوه شو، يعني تښتوونکو ته هيڅ پيسي نه ورکړي ٠ ځکه په ايتاليا کي دغسي پيښې ډيرې زياتې رامنځته کيږي ٠ دينوماکيوريلو پر دي موضوع باندي د خپلي لور سره بحثکړی و چي که د کورنۍ غړي د لوټمارانولخوا وتښتول شي نو څه به وکړي ؟په اخره کې دوي دي ته مواأقې ته ورسيدل چي تښتوونکو ته به هيڅپيسې ورنه کړي ٠ ځکه چې ځبنو تپتوونکو چې پيسې يې واخيستې خو يرغمل يي هم ووژل٠ که څه هم ښاغلی دينوماکيوريلو دخپلې لور د ژوند ډيره انديښنه لري خو هغه د بيليکا د زړه ورتيا نه هم ډير وياړمن دی٠ په دي دريو ورځو کي ددي ښار پوليسو هم د ليبيکا د لټولو دپاره ﻻزم اقدامات غوره کړل٠ دوي نه يوازي د دينوماکيوريلو په کور کي د تيلفون دثبتولو دستګاه نصبه کړې بلکي د ښار زياتو ځايونو ته مخأي پوليسان هم وروليږل څو چي د بيليکا د پتې نښه پيداکړی شي ٠

بيليکا په تنګه او کوچني کوټه کې په ډيرو غمونو او کړاونو سره شپې ورځې تيرولې٠ د هغې په نزدپوه ورځ لکه د يوه کال غوندې تيريده ٠ بيليکا د تښتوونکو لخوا د نيمي مياشتې وپترخ بموې شړخ٠ يوه ورځ د تښتوونکو مشر راغي او مخ يي بيا هم په تورې جرابې پوښ شوي دی ،بيليکا ورځني پوښتنه وکړه چې ته غواړي چي ما د څومره وخت دپاره توقيأ وکړي ؟ د تښتوونکو مشر ورته وويل تر هغه وخته پوري چي ستا پﻻر پيسې رانه کړي نو مونږ به تا خوشي نه کړو٠ په دي اوږد وخت کي د بيليکا پﻻر او مور هم په کور کې په ارامۍ سره کښيناستلي نه وو٠ مور يي هره ورځ په غمونو کي د تيلفون په څنګ کې تاسته وه هرکله چي د تيلفون زنګ ووهل شو هغې به ژر تيلفون راپورته کړ او اميد يي درلود چي د خپلې لور اواز واوري ٠

يوه ورځ يو مخفي پوليس ددي ښار په اطراف کې وليدل چي دوه کسان د عام تيلفون په٩ غرفه کې د تيلفون په واسطه خبرې کوي ،خو د دوي صورت او حرکت يې مشکوک ښکاريده،نو دا مخفي پوليس ژر د تيلفون غرفې ته ننووت او دغه دوه تنه مشکوک کسان يې ونيول او پوليسخانې ته بوتلل ٠ د څو ساعتو داستنتاق نه وروسته دغو دوو کسانو مجبوراپه دي اعتراف وکړ چي دوي او نور دوه همکارانو يې بيليکا وتښتوله او د ښار په اطراف کي پټه کړه ، دوي ﻻپخوا پﻻن جوړ کړی چي بډای سوداګر دينوماکيوريلو او يا د ده د کورنۍ غړي وتښتوي ترڅو يوه زياته اندازه پيسې ترﻻسه کړي ٠ د زياتو ورځو د نظارت نه وروسته دوي معلدمات ترﻻسه کړي چي په دي ورځ کي يوازی د دينولور بيليکا او يوه پيشکاره په کور کي وې٠ نو دوي خپل شوم پﻻن سرته ورساوه٠

بله ورځ پوليسو د ښار په اطراف کې يوه کلي ته ورسيدل او د يوهﻻدامي نومي بزګر کور ته ورغلل او کور ته ننووتل٠ نور دوه تښتوونکي د ناڅاپه راښکاره شوو پوليسو په وړاندې خپل ﻻسونه پورته کړل، ورپسې پوليس هغه کوچنې کوټې ته چي بيليکا پکې وه ورغلل او د کوټې دروازه يي خلاصه کړه، کله چي پوليس د بيليکا په مح کي ناڅاپه راښکاره شو ،بيليکا ډيره حيرانه شوه ٠ په دي وخت کې دينوماکيوريلو د پوليس د شا نه کوټې ته داخل شو،بيليکا خپل پﻻر وليد ډيره خوشاله شوه او خپل ځان يې د پﻻر غيږې ته وغورځاوه او سترګې يې د خوشالۍ د اوښکو نه ډکې شوې ٠ دينوماکيوريلو خپله لور په غيږې کي ټنيګه ونيوله او ويې ويل زما ګرانه لوره تا ډير غمونه او کړاونه وخوړل، اوس ښه شو چي ټول تښتوونکي د پوليسو لخوا ونيول شول او بنديخانې ته يي وغورځول شي ٠ زه ستا د زړه ورتيا له املهډير وياړمن يم ، راځه چي کور ته ځو او د مور سره وګورې٠ په دي موده کي مور دې هره ورځ په غمونو کي کړې ده ٠

شل ورځې وې چي بيليکا د لوټمارانو لخوا وتښتوله شوه خو په دې زياتو ورځو کي بيليکا تښتوونکو ته خپل سر نه دی ټيټ کړی،برعکس د خپلې زړه ورتيا په اتکا يې پر تښتوونکو باندې غلبه وموندله ، ددې دغه روحيه د خلکو ستاينه حاصله کړه او په دې ښار کې يې هم شهرت وموند

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate