Stories :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

تکل، پړدې

ليک: قربان على مرادن

دپُو مياشت وه، سختې ديخنۍ ورځې وې، دساړۀ دلاسه دخلقو چامنې ګړبيدې دشپې ناوخته چې کور ته ورسيدم نو دکور دروازه مې ووهله لږ ساعت پس دوړو مور دروازه لرې کړه خو دځان سره ګڼيده، چپه چپتيا وه نو ځکه ما هم واوريده هغې دځان سره وئيل ( په سترګو دې پړدې راغلى دى دايخه يخنى وګوره او دا په نيمه شپه کورته راتلل وګوره، په سر کښې دې دمغزو په ځائې بوس ډک شوى دى خير! ما پرې ځان غلے کړو، خو چې مې وکتل نو هغه غريپه ګرمه نۀ وه سرتور سر ابله پښې دکټ نه راپاڅيدلې وه بس په يو تور سر پيچک ئې سر تړلے ؤ خو غريبې څه کړې وى ښځه وه زما تر راتلو ويښه ناسته وه

زما نوم مراد خان دے دښار نه لرې ديو پسمانده کلى اوسيدونکے يم. زۀ لا ماشوم وم چې مور مې مړۀ شوه خو پلار مې بل وادۀ ونۀ کړو او په ډير ښه شان ئې دخپل وس مطابق زما پرورش وکړو جټ زميندار سړے ؤ خو په حجره جومات کښې ئې ناسته پاسته کړې وه نو ډير اوښيار ؤ زۀ ئې ايک يوازې اولاد وم نو خدائې شته چې ډير پرې ګران وم دغه وجه ده چې نن زۀ دخپل کلى په سکول کښې استاذ يم په ډير ورکوټوالى کښې ئې راله وادۀ کړے ؤ ځکه چې دکور سمبالولو دپاره مو څوک نۀ ؤ اوس له خيره دنهو بچو پلار يم، ښځه مې دخپل عمر نه شل کاله زړه ښکارى ډيرو بچو راله بې وخته بوډۍ کړه خو زۀ لا هغسې ځوان يم

انور خان زما دورکوټوالى يار دے او دواړه لکه دوروڼو يو ځائې لوئې شوى يو، ديو بل نه مو دکور ستر پرده نيشته ددۀ په ښار کښې دزرګرۍ دوکان دے دډيرې مودې راسې زمونږ دا معمول دے چې په کوم اتوار په کابلۍ کښې دپښتو نوے فلم ولګى نو مونږ ئې ضرور ګورو

پرون هم مونږ دشپې ناوخته راغلى وؤ نو ځکه مې ښځه ډيره په قهر وه خير! چې خپلې کوټې ته ورسيدو نو ماترې تپوس وکړو ښځې نن خو ډيره په قهر ئې خير خو دے هډو ځان مې ناغرضه کړو چې ما خو هيڅ نۀ دى اوريدلى زما په تپوس ښځه نوره هم راببره شوه په ژړغونى اواز کښې شروع شوه تاسره ئې څه غم دے زۀ چرته خپل عيش معاش کوه نۀ درسره دبچو فکر شته او نۀ دکور اور زيارت ګل او تازه ګل په شيبره تبه پراته دى شيرينه په شرى پرته ده دادا دې د سترګو نه کړم پروت دے غوا دغرمې راسې نهره ولاړه ده. تا خو ځان هډو ړوند کوڼ کړيدے لکه چې په سترګو دې پړدې راغلى وى دپړدې سره مې يادشو ماوئيل ښځې دغوا مخې ته دې پړده راچولې ده کنه! دروازه به خدائې خبر کله لګوؤ يخه يخنى ده ماشوم بچے دے ورسره دخدائى نه ويره پکار ده ځناور مال دے ښځه نوره هم غصه شوه وئيل! زۀ ټوله ورځ رنځوران بچى سمبال کړم دکور کار وکړم دبوډا سخر خدمت وکړم او کۀ دغوا غوجلې غم وکړم. زر پاڅيدم غوا ته مې پړده راښکته کړه په ډير چل ول مې ښځه پخلا کړه نو راته ئې قيصه شروع کړه

وئيل ئې، دادا دې وائى چې مراد خان راشى ورته ووايه چې سبا کۀ خير وى دسترګو لوئې ډانکټر سره ورله نمبر واخله نور په اخوا ديخوا ډانکټرانو پوره نۀ شوه هن! دوړو هم څه ټپ ټکور پکار دے ماوئيل ښه ده کۀ خير وى سباله به ګورو او بړستن مې راښکه، خو ! خوب چرته وؤ سوچ مې کولو چې بهر څومره ښه وخت تير شى کور ته په راتلو سره سم څومره ډير غمونه راباندې پنډ شو دسينما دپړدې هغه پړق پړوق رانه هير شو هغه ښائسته پړده چې دفلم شروع کيدو سره راښکے شوه او فلم شروع شى نو انسان په يوه نوې دنيا کښې داخل شى لکه چې دخوب ليدۀ وى هسې سوچ مې کولو دفلم په چلولو کښې پړده څومره لوئې کار کوى. هغه شنه شنۀ باغونه، ښکلې ښکلې نظارې دپړدې دپاسه نيمې بربنډې جينکۍ او دهغوى رنګ په رنګ ګډاګانې، واه! دپړدې دپاسه بې پړدې جينکۍ عجيبه دنيا ده عجيبه ثقافت دے دا لا کومه پښتو او کومه مسلمانى ده! او دا لا کومه معاشره ده نن دا احساس زما ذهن ته راغلو

دزيارت ګل پلاره څه فکر وړے ئې، اودۀ شه، شپه ځى راځى نه، سبا به کۀ خير وى دوخته پاڅې، اوس پاسه داپړده جوخته کړه يخه هوا پکښې راځى واړه ناجوړه دى

سحر مې د سکول نه چوټى واخيسته او دډبګرۍ لوئې ميډيکل سنټر ته لاړم اول مې ددوايانو په يو دوکان کښې درې سوه روپۍ ورکړې دوکاندار دډاکټر نمبر راکړو چې پنځه شپيتم ؤ ماښام مې پلار دډاکټر ذاتى کلينک ته راوستو او په يوه انتظار ګاه کښې کښيناستو چې سخا غوندې پړدې پکښې لګيدلې وې ځائې په ځائې دنسوارو ګولۍ پرتې وې او په ديوالونو شنۀ شنۀ داغونه وؤ ډير وخت پس زمونږ نمبر راغلو داردلى په وينا يوې کمرې ته لاړو . دا دډاکټرکمره وه کمره کۀ پوره بازار ؤ رنګ په رنګ مشينونه او کمپيوټرونه په ميزونو لګيدلى وؤ چې ښائسته ښائسته زلمى او پيغلې ورته ناستې وې دقرانى آياتونو او دسترګو متعلق مختلف چارټونه په ديوالونو لګيدلى وؤ او قيمتى پړدې زوړندې وې درنګ ساعت دپاره زۀ هم تربته شوم، پته نۀ لګى چې اصلى ډاکټر کوم يو دے؟ خو اخر پوئى شوم هر يو مريض دمشر ډاکټر دکتو نه وړاندې ددې ټولو مشينونو او کمپيوټرونونه تيريږى هر څوک پرې خپل رپورټونه ليکى هر چا له خپل فيس ورکړى نو اخره کښې مشر ډاکټر معاينه وکړى دغه ټولې مرحلې په مونږه هم تيرې شوې او چې مشر ډاکټر مې دپلار دسترګو معائينه وکړه نو ماته ئې لکه دچم چمار سترګې راواړولې وئيل ئې دکاکا په سترګو پړدې راغلى دى اپريشن به کول غواړى. سرکارى يا پرائيويټ بيا ئې فيس وښودلو چې په اوريدوسره په ما هم تياره راغله دوړو دمور هغه خبره مې په مغزو کښې وکړنګيده، په سترګو دې پړدې راغلى دى )) سوچ مې کولو چې پړدې خو زمونږ په ژوند کښې هر ځائې په مونږ پسې ګرځى او په ټوله معاشره کښې موجودې دى ولې ! دا بعضې بعضې ډاکټرانو په سترګو پړدې نۀ دى راغلى دحرص او لالچ پړدې چې دغريب مريض سره کومې کومې حربې دپيسو دپاره استعمالوى په سرکارى هسپتالونو کښې دغريب مريض سره لکه دڅاروؤ سلوک کيږى سرکارى مشينونه خراب او سرکارى داروګان دهسپتال د بعضې زمرو دکومې تير شى او مريض دډيرې مجبورۍ نه پرائيويټ کلينکونو ته ځى، ولې پړدې د متعلقه بعضې واکدارانو په سترګو نۀ دى راغلى چې دا هر څه نۀ وينى؟ ولې ! پړدې دبعضې خود غرضه پوليسو په سترګو نۀ دى راغلى چې دغلو پړدې ساتى؟ ولې پړدې دبعضې وکيلانو په سترګونۀ دى راغلى چې دمجرم دخلاصى دپاره هلې ځلې کوى ولې پړدې زمونږ دټولو پښتنو په سترګو نۀ دى راغلى چې نن هم په معاشره کښې دسود ګاڼې، ميراتې او سورې رسمونه هم دپخوا په شان په ډير فخر موجود دى زۀ لا په دې سوچونو کښې ډوب وم اردلى دلاسه ونيولم وئيل ئې وروره بهر شئ چې نور مريضان راشى په زړۀ کښې مې وئيل خدايه غريب سړے ناجوړه مۀ کړې

خير! پلار مې دلاسه ونيولو بهر مو ځانله رکشه وکړه او کلى ته روان شو دکلى په سر رکشې نه کوز شو او کور پله پياده روان وؤ په لاره کښې مې هغه کچه دخټو جوړو کورونو ته پام شو چې ددروازو په ځائې پکښې شليدلې خيچنې پړدې اويزانده وې. دلالټين تته رڼا ليدے شوه. اودماشومانو دژړا اوازونه راتلل دلته هم پړدې!!!! دا دښختو دبهټۍ دتپيريانو کورونه وؤ که چا په دې کورونو کښې سر دننه کړو نو دبيمارانو زبيرګى به ئې تر غوږ وشى چې په دې سخا ماحول کښې بې پرسانه کړيږى په دې کورونوکښې هره شپه دلوږې تندې بيمارۍ لاچارۍ مجبورۍ، بې کسۍ، او دمحرومۍ ډيوې بلې وې چې رڼا ته ئې دانسانى بربريت ظلم او دجهالت عکسونه ګډيږى. ددې خلقو دژوند هيڅ معيار نيشته دا خلق په هر موسم کښې دښختو تنور کښې لوئې واړۀ زاړۀ او زنانه کار کوى دوى ته يخنى او ګرمى هيڅ نۀ وائى دوى سپرلے او خزان نۀ پيژنى بس! دخيټې تنور دپاره دښختو په تنور کښې کار کوى دوى داسې سخت وى تۀ به وائې دکاڼى جوړ دى ددوى دحال هيڅوک تپوس نۀ کوى دملک قانون خاموش دے

دانسانى حقونو علمبراران غلى دى ولې ددغه خلقو په سترګو پړدې نۀ دى راغلى!!! ددوى په محنت مونږ لوئې لوئې بنګلې جوړؤ خانان (دبهټۍ مالکان) په نوؤ نوؤ ګاډو کښې ګرځى عيش ماش کوى خو نن هم دتپيرى بچے تپيرے دے او دا سلسله به نسل درنسل چليږى دوى ته دخپل محنت هومره مزدورى هم نۀ ميلاويږى. خو ددوى متعلق دهيچا په زړۀ کښې رحم نۀ راځى ولې ټوله معاشره ړنده نۀ ده دټولو په سترګو پړدې نۀ دى راغلى

خير! هم په دې سوچونو کښې ډوب وم چې کور راورسيدو خدائى شته زړۀ مې ډير خفه ؤ چې کورته لاړم ډير ستړے وم دپلار هم راسره فکر ؤ خو دځان سره مې ووئيل چې مراد خانه ياريه!!! دپلار په سترګو دې چې کومې پړدې راغلى دى دهغې خو به اپريشن وشى خو ((ددې نورو پړدو به څه چل کيږى