![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
"مټيزه "افسانهليک:: الطاف خټک((اخر مټيزه لاړه وتښتيده مخ ئې تور شه لکه چې تور دے )) نن داتوار ورځ وه ددفتر چوټى وه نو ځکه ترناوخته اودۀ وم په نيمه غرمه راپاسيدم چې دکوټې نه راوتم نو مور مې دلال پرې ببو سره په کټ ناسته وه د دواړو ترمينځه څه خبرې اترې کيدے چې زۀ ئې وليدم نو دواړه يوساعت دپاره غلې شوې خو ماهم پرې ځان ناغرضه کړو لال پرى ببوته مې ستړے مشى وکړه دعاګانې ئې راته وکړې دنويد مور په مدراب ناسته وه لوښى ئې وينځل نويد زمايکى يو زوئى دے چې دخيره ددريو کالو دے دنويد مورته مې غږ وکړو اوبيا په کوټې ننوتم په دې کښې مې مور اولال پرى ببو بيا په خپلو کښې په خبرو شوې نور خو ئې څه په مطلب ونه رسيدم خو دومره پوهه شوم چې خبره دمرجانې په باره کښې وه په دې کښې دنويد مور کوټې ته راننوته چې هغې نه مې تپوس وکړو نو خبر شوم چې دبيګم جان لور مرجانه شپې له کوره چاسره تښتيدلې ده څه ډير حيرانه خونه شوم خو فکر واخستم . زمونږ دکلى نوم سليم خان بانډه دے سليم خان بانډه دکرلانګى غره په لمن کښې اباده ده ددې غرۀ په شا يو دره تيريږى چې دامين خيلو په غاښى ياديږى کرلانګے غر په سويلى اړخ دکول غريزې سلسلې سره يوځائې کيږى . زمونږ کلے څه دومره لوئى کلے نه دے بس يوسل اتيا کورونه به ټول ټال وى ددې کلى دوه برخې دى چې په کوزې بانډې او برې بانډې ياديږى د دواړو برخو ترمينځه يوخوړ تيريږى چې خلق ئې په ترخې الګډې بولى داخوړبارانى دے روغ کال وچ وى دپشکال په ورځوکښې پکښې اوبۀ بهيږى دکرلانګى غره په ويخ کښې يوتالاودے چې دکلى ګډې بزې اونورمال پکښې اوبۀ څښى داتلاو روغ کال داوبو نه ډک وى دکلى مشران وائى چې هرکله دا تالاوو چ شى نوباران ارومرو کيږى زمونږ دکلى خلق ډير په اتفاق او يو زړۀ اوسيږى ديوکور غم ښادى دټول کلى غم ښادى وى خلق زميدار دى اوفطرتاساده دچاپه خپلو کښې خه دښمنى نشته هو که څه موده مخکښې دملک صيب اوخان لالا دکورنيو ترمينځه څه لاندے باندے راغلے ؤ خوشکر دے زر ئې جوړه راغله په ټول کلى کښې دوه جوماتونه دى يو په برې بانډې کښې اوبل په کوزه بانډې کښې دبرې بانډې جومات دترخې الګډې په لويديزه غاړه پروت دے دکوزې او برې بانډې ټول خلق دجمعې مونځ يوځائې په اتفاق سره هم په دې جومات کښې کوى اودغه شان ديوبل دښې بدې نه خبريږى څه موده وړاندې دکلى دټولو نه تعليم يافته سړے کريم خان بابو ؤ چې دښار په ډاکخانه کښې نوکر ؤ اونن سبا خو دخيره دملک صيب اوخان لالا زامن دښآر په لوئى لوئى کالجونوکښې سبقونه وائى په کلى کښې يو پرائمرى سکول دے چې دکلى ماشومان پکښې سبق وائى دکلى وزګار خيل زلمى دورځې په حجرو کښې خوبونه کوى اودشپې غونډو غاړو کښې شپيلۍ سره ټپې وائى . خير نو خبره مو په مرجانې پورې نيولې وه مرجانه دکلى ديوې کونډې بيګم جان لوروه بيګم جان ځکه وايم چې هغې ته چا تراوسه بيګم جان ترور يا بيګم جان ببونه وو وئيلى بيګم جان هسې خو زمونږ دکلى نه وه کلونه وړاندې بې اسرې زمونږ کلى ته راغلې وه چې يوه ماشومه جينۍ ئې په غيږوه دکلى خلقو پرې ترس وخوړو او ملک صيب ورته اوسيدو دپاره يو زوړ او وران شان کور ورکړو اوس به بيګم جان دخپلې ماشومې لور سره په دې کنډر کښې اوسيده دملک صيپ خان لالا اويو څو نورو شتمنو په کورونو کښې به ئې کار کولو چاته جامې وينځلې او چا ته لوښى وينځل دژوند شپې ورځې به ئې سبا کولې بس هم دغې يوې لور ته ئې عمر اړولو . مرجانه ناخبره دکلى په کوڅو کښې لوئيده اواخر نه بيګم جان، نه مرجانه په خپله اونه دکلى خلق خبر شول اويودم مرجانه پيغله شوله مرجانه ځوانه شوله داسې ځوانى پرې راغله چې ټول کلے ئې په سر واخستو ښائست هم خدائې بې حسابه ورکړے ؤ دنګه جوسه روڼ تندے ولاړه پوزه غونډه زنه، سپينې سپينې مهينې ګول ليچې اوسړې شونډې لکه دګلابو پاڼې مرجانه به چې په لار ماته ماته روانه وه نودملک صيب اودخان لالا دکور په زړو جامو کښې به داسې ښکاريده لکه چې په ولايتى شيشې کښې ديسى شراب اوبيا غريبى اوښائست چې يوځائې شى نو فسادونه خوبه جوړوى . مرجانه به چى په لارې تله دنوکلى زلمو به خپل زړونه په لاسونو کښې نيولى وو اوس مرجانه دکونډې لور نه بلکې دکلى د ځوانانو دزړونوټکور وه اوس خو کوزه بانډه وه اوکه بره بانډه په چوکونو، حجرو او غونډوکښې به دکلى اوزګار خيلو زلمو په ښکاره دمرجانې دحسن او دځوانۍ قيصې کولې . اودشپې به ئې په غونډو اوشاړو کښې په جار په ټپو کښې ستائيله. دمرجانې ډير عاشقان وو په مرجانې ټول مئين وو ټولو پرې زړۀ بائللے وو خوددې يو څوغټې غټې وجې وې اول خودا چې دمرجانه ښائسته له حده تيره وه دويمه دا چې مرجانه دکونډې لور وه اودټولونه غټه وجه داوه چې دمرجانې نه خوپلار وواونه يې دمټوتکړه او زور ور وروڼه بس خولنډه ئې په دې چې مرجانه وه ټوله خرابه اوبيا رورو خلقو خبرې جوړې کړې دمرجانې فلانى اوفلانى سره يارانې دى فلانى ورله شپې کور له ورځى اګر که داخبرې فلانى اوفلانى په خپله خورولې خوڅه حقيقت خوبه هم ووکنه خولکه څنګه چې مې ووې مرجانه وه ټوله خرابه موټره ، او مټيزه ځکه خو وتښتيده ګنى نودملک صيب او خان لالا په لوڼو پسې خلقو خبرې ولې نه کولې هغوى خوهم په ښائست کښې دچانه کمې نه وې هغوى خوهم دپيغلتوب په درشل پلونه ايښى وو اخر څه خو به وو خوښکاره شوه. اخر خبرې خوريدې خوريدې چې دملک صيب او دخان لالا کورونه هم پرې خبر شول داسې خبرې پټيږى خونه کنه اوبيا په کلى کښې ټول عزتمند خلق اوسيدل داسې بې عزته اوکم سياله خلق به چاترڅو پورې زغمل اخر مورنه ئې هم خلقو څنګ ووهلو اوبيادملک صيب اودخان لالا په شان درنې کورنۍ هغوى داکله غوښتل چې داسې بې عزته ښځه دې دهغوى دکور په درشل ننوځى هسې نه چې دهغوى په سپينۀ لمن داغ ولګى نوبس دملک صيب او دخان لالا دکورتمبې هم بيګم جان ته هميش هميش دپاره بندشوې اوس خوبيګم جان روغه ليونۍ شوه کوربه ئې مرجانه رټله اوبهر به ئې خلقو ته بدې ردې اوکنځلې کولې دکلى ورانو هلکانو به ورسره دزړۀ خوشحالولو دپاره ټوقې مسخرې کولې اومشرانو اوسپين روبو به ترې نه ځان ژغورلو بياڅه موده پس دواړو مور لور ځانونه په کورکښې بندکړل ډيرې کمې به چابهر ليدې خوبياهم چا اونه بخښلې دشپې به دکلىورانو هلکانو پرې د ديوالونو نه نعرې وهلې او ورونه به ئې ورته ډبول خو دوى به په سرۀ اوړى کښې دننه په کوټې کښې پرتې وې اوچاته به ئې غږ غوږ نه کولو خواوس ورپسې نورې خبرې جوړې شوې خلقو وې چې مرجانې اوس بيګم جان هم رضا کړې ده دمور اولور رازونه شريک دىچې څومره خلې هومره خبرې . کيده کيده چې بيګم جان خوبياچا بهر ونه ليده مرجانه بۀکله کله دکوره راوتله غلى پلى به دکوره راووتله چاته به يې غږ غوږ نه کولو اودکلى نه به بهر روانه شوه خلقو بۀ وې چې اوس ئې چرته بهريار نيولےدے يوه ورځ دکلى دجومات مولوى صيب په نزدې ښارۍ کښې وليده چې دحکيم نه يې دارواخستل مولوى صيب ګواهى ورکړه خوچانه منل ټول خبر وو چې داد داروګانو ماروګانو هسې بانې دى چل څه بل دے . اوس بيګم جان او مرجانه په کلى کښې تشې داوسيو ګناه ګارې وې نور ئې سره دسترګو لګولو ځائې نه وو په دې کور کښې دننه څوک وو څه کيده اوڅه پرې تيريده هيچا پرې ځان نه خبرولو اوبيا يو سحر چې کلے راويښ شونودبيګم جان دکورنه ئې ژړا ترغوږو شوه لږ ساعت پس په کلى کښې خبرويړوو چې بيګم جان مړه شوه مرجانه نۀ شوه خبره چې کله څوک راغلل چابيګم جان اوچته کړه چا ښخه کړه جنازه ئې هم وشوه اوکنه بس چپ چاپ پاتې شوه خونه ورسره چاوژړل نه چاغاړې ته کړه نه چاتسلى ورکړه کورلکه چې څنګه خوشے ؤ هم هغسې خوشے پاتې شودابيلا خبره ده چې دکلى مشرو ښځو به وې چې مرجانه په خوارۍ خواره شه، مورې وخوړه او پيغلو جونو دپاره خودمرجانې نوم په خله اخستل غټه ګناه وه نه خوبيګم جان پس خيراتونه ادينې وشوې اونه ختمونه دکلى خلقو سره دې خدائې ښه شى چې ترګوره ئې ورسله . يوسحر دچم يوڅو هلکانو وليدل چې دمرجانې دکور ور رات وو دوى غلى غلى وورننوتل چې دغرۀ دسرنه نمر سروهلو نوپه بره او کوزه بانډه کښې داخبر لکه داور خوروو چې مرجانه چايار سره وتښتيده اوپه کورونو کښې به ښځو وې چې ((اخر مټيزه لاړه وتښتيده مخ ئې تور شه لکه چې تور دے )) او ماچې په شيشه کښې خپل مخ وکتو نوماته داسې ښکاره شوه لکه زما خپل مخ تګ تور وى اونه يم خبر چې په کلى کښې به نور چاچا ته خپل مخونه تور ښکاره شوى وى ¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |