| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

پښتو رنګين فلم

ښځه د شېطان

ستوري: احمد بلال، راشد سلطان خان، حضرت علي، محمد علي رباني، اېکسټره

ړومبي پېښه، دوېمه پېښه

د سپينې واڼې جلت خان و د پبو کلي ښاپېرئ ړومبې ملاقات د بورډ نېر پل باندې وشو.

جلت خان د ښاپېرئ د پردې و شرافت نه ډېر متاثر شو و يوه ښائسته سندره ئې ورته اووې.

ښاپېرئي جلت خان ته د ګنډېرو خوړلو فرمائش وکړو. جلت ورته لاسي څلور کلو راوړې و ښاپېرئي ښه په مينه وخوړلې.

روسته بيا جلت خان ښاپېرئي باندې په تريکټر کښې د خپل کلي سېل وکړو.

د جلت خان و ښاپېرئي کلي د يو بل نه ډېر لرې وؤ و بل دوئي پسې کلي والاؤ خبرې هم شورو کړې. د ډېر سوچ نه پس دوئي په شريکه فېصله وکړه چه د ګنداره مېډيکل کالج کښې به داخله اخلو.

و داسې جلت خان و ښاپېرئي د ګنداره نيو فسټ ائېر کښې داخله واخسته و د خپل کلي نه لرې يو ازاد ماحول ته راغلل.

په ګنداره کښې د نيو فسټ ائېر ړومبې کلاس يو رنګين مزاجه لېکچرر ډاکټر بادام ګل واخستلو. بادام ګل په خپل کلاس کښې ښاپېرئي ته خاص توجو ورکړه. په دې ړومبي کلاس کښې ډاکټر بادام ګل ښاپېرئي ته خپل زړۀ په لاس کښې ورکړو.

د کمونټې ويزټ کښې ډاکټر بادام ګل د موقعې نه ښه فائده اوچته کړه و په ترپ ئې يوه سندره اووې.

بيا روسته د فسټ پراف پرچې شورو شوې و د ښاپېرئي ټولې پرچې جلت خان حل کړې.

کله چې نتيجه راوته، نو ښاپېرئي په فسټ ډېويژن کښې پاس وه و جلت خان په ټول مضمونونو کښې فېل ؤو. نو ځکه ئې دماغي حالت خراب شو.

په فسټ پراف و عشق کښې ناکامی نه پس جلت خان د خود کشې فېصله وکړه و د بورډ نېر پل نه ئې لاندې ژورو اوبو ته ټوپ کړل.

(دوام لري)

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate