Khan Bahadur Khan Parhtug :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

پرتوګښکلئ خان: راځې د خان پرتوګ په وباسو؟

ذبيح الله شريفي

واۍ په یو کلئ کې ډیرغریب بی چاره خلک سره وسېدل۔ خو په دۍ کلئ کې یو خان هم دلته وسېدۀ۔ خان ډېر مغرور او شتمن وو۔ نوم یې خان بادارخان وو چئ د کلئ د ډیرو خلکو به هیآ ورڅخه راتله و احترام به یئ ورته کاوۀ۔ کله څی د ده کبر غورور ډیر شو الله پاک وغوښتل چې دئ وشر موۍ و روسا یی کړی۔ نو د خان یوه ورځ یې په روژه کې ډیر غریب مظلوم سړۍ ته لاس ور واچو و په ډیره بې رحمې سره یې ووۀ۔

خان بادار خان دا پکر ونه کړ څی دا خو یو ډیر غریب مظلوم سړۍ ده او زۀ خو یو د ډیر د دبدبی واله، د احترام سړۍ یمه او د کلې خان هم یم ۔۔ زۀ ولی دا بیچاره سړۍ وۀوهم؟ آ زمونږ د پښتنو دا متل ده چئ وایو واۍ چۍ مړۍ الله پاک شرموۍ دمینځلو د تختې په سریې بیلمازۍ ورڅخه ځۍ، او میګتون چئ وزرونه وکړۍ مرګ یې راغلې وۍ، نو دا متلونه مې زکه وکړل چې د خان هم ورکیدای راغلې وۀ۔

اوس رازو بیرته خپلې کیسې ته۔ د دۍ سړۍ نوم وو ساده ګل او دۍ ډیر یو ساده مسلمان او پاک نفسې انسان وو۔ په خلکو باندۍ هم ډیر ځیات ګران وو۔ نو کله چې خان بادارخان دغۀ سړۍ ته لاس اورواچودا نو د مازدیګر او د ماښام د لمانځه تر منزه وخت ده او د جومات له مخې سره نور ډیر سپین ږیرۍ ځوانان ماشومان هم ناست دۍ۔ دوۍ کله چئ د خان بادارخان دا کار ولیده نو ډیر هیران شول او ویی ویل څی دا یې څه وکړل؟ تاسو دغه خوارکې ساده ګل ته وګورۍ او خان بادارخان ته وګورۍ! دا یې څه وکړل؟ دا خو یې ډیر زیاتې او ناجایزه وکړه! په دۍ روژه کې له دۍ خوارکې ساده ګل سره ولئ څی! د لته د خان نور ډیر غټ غټ رقیبان هم ولاړ دۍ او هغوۍ هم همدغسې یو وخت یې له خدایه غوښتۀ خو خلکو دوۍ له یو بل سره خلاس کړل۔ نو ساده ګل پاک الله ته لاس پورته کړ وویل یا خدایه۔۔ زۀ ستا بنده یم که د خان بنده یم؟ ماڅه ګونا کړې ده چئ خان مۍ په دومره ناروا او بې رحمې سره وهې؟ څه مې ورته ویلې دۍ؟ خدایه زما د روژۍ ته وګوره او د خان دغه کار ته وګوره۔ زۀ څه وکړم؟ ولی د ساده ګل دغه غګ په نورو خلکو او ملکانو باندۍ ډیر بد تاسیر وکړ نو څوک کور ته ولاړل او څوک هم دلته د روژه ماتې لپاره په جومات کې پاتې شول۔ نو په دۍ وخت کې ساده ګل ته پورن د خان صاحب رقیبان او دښمنان راغلل او ساده ګل یې خپلې ویجرۍ ته بوته او ورته وویل خداۍ سته تاسرۍ یې غټ ظلم وکړ۔ د بی غیرته خان او داسې خو څوک نکوۍ چاسره په دۍ روژه کې۔

خو بعد له ډیرو خبرو اترو څخه دوۍ ساده ګل ته یې وویل ته خوهسې هم یوغریب سړۍ یې او په کلې کې ډیر کم پټې لرې او تۀ هر وخت د مزدورۍ لپاره نورو ځایوته ځی خو راځه داسې یو کار وکړه چې دا کلی پریږده اوځه کوم بلې خوا ته لاړشه۔ اوس خو د سپیړۍ پیغور درته جوړ شو۔ او دا پیغور به یا ګټې، او یا به له دغۀ کلی څخه وځې ولئ دا پیغور به دۍ د کړوسیو کړوسې ته پاتی شې او یا به ځان کټې۔ نو ساده ګول ورنه وپښتل چې سنګه به ځان ګټم؟ زۀ خو یو ډیرغریب بی چاره تنها سړیم او خان خو یو د ډیرۍ شتمنې غټې کورنې سړې ده۔

نو ساده ګول ته ملکانو وخندل او ورته وویل وسړې یې تۀ هم یو انسان ئې او خان هم یو انسان ده خو په تاکې یو کار شته هغه دا څی تۀ جورت نلرې او که تۀ زړه دۍ غټ کړۍ هر کار کولې شې۔ دلته ساده ګول وپښتل چې زه څه کولې شم؟ ملکانو ورته وویل زمونږ متل ده چئ وایو؟ واۍ نر پسه خداۍ هست کړۍ ده حلالې دوته، مونږ سره توپک هم شته دۍ چې تاتۀ یې در کړو او خان په وۀولې۔ که تۀ دا کار کولې شې او که بیا وایې چی نا زۀ واړه بچیان لرم هغوۍ به څه وکړۍ؟ نو راځه داسې یو کار وکړ چې نه سیخ وسوزۍ نه کباپ۔

نو سادګل ورته وویل څه وکړم بې له ډز او توپک نه بل کوم داسې ښه کار شته ده؟ملکانو ورته وویل هو شته ده چئ راځه د خان پرتوګ په وباسو؛ نو ساده ګل ورته وویل چې څنګه یې په و باسم؟ ملکانو ورته وویل اوس نو غوګ شه مونږ ته؟ مونږ تاته یو ښه لاره در ښیو او دا یوه ډیره سمه لاره ده ستا لپاره۔اول یو کار وکړه لاړ شه کورکې دۍ بچیانو ته وه وایه چئ دوۍ خپل کالۍ مالۍ دۍ سره وتړۍ او تیارشې۔ بیا به مونږ تاتۀ ښۀ تکړه تکړه هوښان او اسپونه غواګانې میګې درکړو او ته کډه بار کړه۔ نور ځه له دی کلئ څخه کوم بلې خواته ولاړشه۔ خو ګوره په توده کې سړه مه راوله؟ او دا کار سبا ته مه پریږده۔ ګوره زمونږ خبره واوره۔

نور ځه په مخ دۍ ښه شه دا کلئ پریږده؛ او پاتې شوه د خان د پرتوګ خبره هغه هم ډیره یوه اسا نه خبره ده۔ نو ساده ګل ورته وویل چې څنګه اسانه خبره ده؟ ملکانو ورته وویل ګوره ساده ګله ښه غوږ دۍ ونی سه مونږ ته۔ تۀ داسې یو کار وکړه چئ اول دی د کور غونډ کارونه راخلاس کړه او بیا چئ مونږه څه درته ویل هم دغسې به کوې او ښه جورت درسره پیداکړه او توکل دۍ په خداۍ کړه اوهرڅه به اسانه شې درته۔ نو ساده ګل ورته وه ویل چې سمه ده، زه به دا کار کوم؛ خو څنګه یې وکړم؟

ملکانو ورته وویل ګوره ساده ګله بعد د ماخوستن له لمانځه څخه وروسته تۀ له خان سره هم دغسې جګړه وکړه اولاس ورواچوه او تۀ باید کوشش وکړی چې سمدلاسه د خان پښوته کته شې او دۍ له پایڅو څخه راکشړه او زمونږ یو نفر به د خان پرتوګاښ په چاقو پریکړۍ او د خان پرتوګ به ووزۍ یاوولیږۍ۔ مونږ به خان کلک ونې سو او تۀ مڼډه کړه په اسپ باندۍ سپور شه او وتښتیږه او ځه په مخه دی ښه شه؟

خو اول به یو بل کار کوۍ چئ بچیان او کډه به دۍ له کلۍ څخه لرۍ وباسې اوتۀ به بیا شاته ور پسې ورځې۔ نو له دۍ مصلحت سره ساده ګل ډیر زیات خوشحاله سو او دا کار یې خوښ شو او ویل خداۍ سته زه خوتاسو له غټ غزب اوجنجال څخه خلاس کړم و خلکو؛ نو دلته ملکانو ورته وخندل؛ او ورته وویل وه ساده ګله که نـن خان په تآ لاس وچت کړ او په سپیـړه یې ووهلې نو سبا به بیا غوڼډ کلې په سپیړو وهې؛ مونږ هم په دغۀ خاتر باندۍ تاتۀ داهر څه در کوو۔

هم دغه وو چئ ساده ګل د خپل غیرت او پیغور په خاتراو ملکانود راتلونکې سپیړۍ له ډاره یوبل سره صلآ شول او سا ده ګل خپل کډه په ډیر غیرت او عزت سره بار کړه اوکورنې یې له یو ځاۍ پورۍ ورسو له او بیا زر بیرته په مڼډه مڼډه راغې او دوۍ له خپل تسمیم سره سم د ماخوستن له لمانځه څخه ورسته په خان یې همله سره وکړه او په خان باندۍ پرتوګاښ وشکاوه؛ د خان بادار خان پرتوګ یې په وښکه او ساده ګل لاړه په سپین اسپ باندۍ سپور شو او مڼډۍ کړۍ۔

څو چئ د خان خلک را خبرۍ ده او تسمیم یې سره نیاوه دوۍ باندۍ سحرشو۔ اوس خلک چئ د ساده ګل کورته ورځې ګورۍ چئ ځاۍ شته او جولا نشته۔ اوس کور شته خلک پکې نشته۔ خلکو کته او پورته سره مڼډۍ او چیغې کړۍ چئ اله ساده ګل څه شو؟ هیڅ څوک نه پوهیدل چئ ساده ګل دوۍ چیرته ولاړل؟ خداۍ خبر چئ ساده ګل دوۍ چیرته روان او یا ناست ول سره خو خان بادارخان ته د پرتوګ ښکلئ پیغور تر ابده ابده پورې پاتې شواتا د ده کړوسیانوته هم دغه پیغور ورته پاتې شو۔

ولئ بعد له دغې ورځې څخه چا به چئ د خان بادارخان پښتنه وکړه او یا به کوم پردۍ خلک د ده پښتنې ته راغلل او پښتنه به یې وکړه د خان بادار خان کورچیرته ده یا یې پیژنې خلکو به ورته ویل چې هغه پر توګ ښکلئ خان ښی یې؟ او بیا به یې ټوله کیسه میلمه ته وکړه او میلمه به یې د خان بادارخان د پرتوګ په کیسه ښه سم سره پوهه کړ؟ ولئ د غریب ساده ګل نوم او کیسه هم تر ابد ابده پورې پاتې شوه؛ اوهرچا به په هر مجلس کی د ساده ګل د دغې میړانې اوغیرت نوم به یې په ښه شان سره هر وخت یا داوۀ ؟

اوس د ساده ګل دغه میړانه پاتې شو۔ او دخان بادارخان پر توګ پیغور پاتې شو؟ زمونږد پښتنو دغه متل د چئ واۍ یو خداې د هغۀ شر راپیـښ کړۍ چئ زمونږ پکې خیر وۍ! نو ساده ګل ته هم د خان سپیـړه سرۀ زر وګرزيده! ساده ګل باندۍ الله پاک ډیر زیات رحم او ترحوم وکړ! خو چئ دۍ اوس پکې کبر غرور او بې غور ونکړۍ! ولئ الله پاک د هر څه ورکونکې ده او بیرته اخیستونکې ده۔

۱۰/ ١ / ١٣٨٩