ده مور مينه :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د مور مينه

نصير احمد احمدي

د سپوږمۍ په رڼا کې وراوالې ښځې د ډول ږغ ته څرخېدلې، خو په کوټه کې له دې ډلې څخه يوه ځوانه ښځه، د يوه ويده ماشوم تر څنګ ناسته وه، د لمپې رڼا د هغې له اوښکو ډکې سترګې ځلولې.

دې په احتياط له خپل زوی څخه، کمپله کش کړه.

د څلورکلن هلک په ټول وجود کې، ضعف او ناتوانۍ ريښې غزولې وې. خو مور ته د خپل زوی دا خوار او بېسېکه وجود د نړۍ تر ټولو کوچنيانو ښکلی واېسېد. د ښځې وړې شونډې د ماشوم بغور ته ورنژدې شوې، خو هغه يې ښکل نه کړ، دا ووېرېدله چې د هلک ژړا به د هغه تر څنګ په ورا راغلې غزېدلې، هډوره ښځه راويښه کړي.

ښځه دا وخت يوه داسې بې لاسو او وږي بنيادم ته ورته وه، چې تر مخ يې خوندور خواړه پراته وي، خو خوړلای يې نه شي. دې نه شوای کولای، چې د خپل زړه ټوټه په خپل زړه پورې ومښلوي. يوازې د زړه نه پاکېدونکی غم يې په تړمو اوښکو مينځه.

اخر مورنۍ مينې پر زغم او صبر پښه کښېښوده. دې بېواکه ويده هلک پر خپلې سينې پورې جوخت کړ. هلک وسونګېد، خو ښځې د خپلې خواښې له وېرې پرته د هلک مخ په ښکلولو لوند کړ.

وړو سلګيو، چغو او کوکو ته ځای پرېښود...

يو ناڅاپه يې په زړه کې وينه له حرکته ولوېدله، د دې کوڅۍ په شدت سره د شا لوري ته کش شوې وې، يوه وېروونکي ږغ يې د غوږ پرده وتخنوله.

ته او دومره جرئت؟!

له دې سره دوو غښتلو لاسونو د مور له غېږې ماشوم بېل کړ، وروسته دا لنډې، خو پياوړې ګوټې د ځوانې ښځې په وېښتو ټينګې شوې او د ښځې موټ- موټ تور وېښته يې وشکول. د هلک غوښنه انا په ټول قوت سره، پر ډنګرې ښځې پرته وه او د وحشي ځناور غوندې يې د هغې پر ژېړ مخ او اوږده غاړه نوکراغې لګولې. په لنډ وخت کې کوټه له وراوالو ښځو ډکه شوه. پياوړې ښځې ته لاسونه وراوږده شول او په ډېر زيار و زحمت يې د غوښو او هډوکو دا دروند بار د ډنګرې ښځې له سينې څخه پورته کړ.

د هلک مور له اخه- ټوخه لوېدلې وه، سترګې يې رډې راختلې وې، له نريو زګېرويو ښکارېده، چې ښځه ژوندۍ ده. دوو پېغلو په بيړه د دې لاس او تلې موښلې...

هډورې ښځې څو ځلې پرتې ښځې ته لاس وراوږد کړ، خو د دې لنډ لاس ته به په هوا کې لاسونه ورولوېدل، د هلک د انا خوله لا له ځګونو څخه ډکه وه، چې يوې بوډۍ ورته وويل:

خير دی، څه قيامت خو جوړ نه شو، پوره کال يې نه و ليدلی. اخر خپله وينه يې ده...

ښځه له کاوړه (له غوسې نه)

وخوټېدله:

ورستې! ستا يې څه چې په پردي خيرات کې سپي په لوټو ولې.

په دې خبره د بوډۍ دوې لوڼې د بمبرو غوندې وبوټېدلې:

له خولې سره دې پام کوه! خدای که دې څوک سور او اوږده سره وپېژني...

د هلک انا، له وېرې خولې ته کونج ورکړ:

جار! پرېښې ښځه بېرته نه خپلېږي، تېر کال مې زوی طلاق ورکړ،

لکه چې په پوست چندانې پاکه نه وه.... دا حق نه لري، چې زما لمسي ته زوی ووايي، اخيستل خو يې لا پرېږده.

څو بوټېدلو ښځو په يوه خوله وويل:

له چا سره مو نيولې ده؟... دا يو تور دی، موږ يې له پېغلتوبه پېژنو، هغه داسې پاکه ده، لکه نوی زېږېدلی ماشوم.... د طلاق لپاره بله پلمه نه وه، چې په خوارکۍ پسې مو دومره لوی تهمت پورې کړ.

د بوډۍ مشرې لور په کاوړ، د هلک له انا څخه کوچنی ورواخيست او د مور په غېږ کې يې، چې همدا ګړی يې په تن کې وينه غوړېدلې وه، کښېښود.

غوښنې ښځې خپل خير په ولاړېدو کې وليد، خو د وره په چوکاټ کې يې نوک ونيو، د هلک مور ته يې په کاوړ وويل:

ته د ژوندو پر اوږو پروت يو وروست مړی يې، خدای که دې رانه زوی کړ!!!

مور به ناباورو سترګو خپل زوی ته کتل، ناستې ښځې سونګېدې، خو د هلک مور په چغو- چغو ژړل او د زوی له بغور نه يې د خپل کميس په لستوڼي هغه وينه پاکوله، چې همدا ګړی، د ښکلولو په وخت، د دې له خولې څخه څڅېدلې وه.