Cha Wawazhal :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

چا ووژل

ليک : افضل شوق

ورځ پاڼه وحدت

ملک غفور خان لور زرينه دخپل شوخ پيغلتوب او د زړۀ راښکونکى ښائست له وجې دکلى په ټولو پيغلو کښې ثانى نۀ لرله. څنګه چې په ښائست کښې دا يوه بريښنا وه، هم هغسې په طبيعت کښې بيخى زياته شوخه او مغرور فطرته جينۍ وه. دکلى دهر ځوان زړۀ به ارو مرو د زرينې سندرې وئيلې او هر کله به په دې کوشش کښې ؤ چې زرينه دې دهغه شى خو مجال نۀ ؤ چې زرينې ته به چا کاږۀ کتل او يا به ئې په لاره کښې ودريدو. ولې چې هغه يوه جينۍ څه؟ د اور يوه ټوټه وه. په چاچې به ئې مخ شو نو هغه به ترې ډير په مشکل خلاصيدو. هم دغه وجه وه چې ټول ځوانان ورڅخه لرې لرې ګرځيده مګر ددې ټولو خبرو باوجود خدائې خبر چې د خوار دهقان رمضان چاچا زوې رحيم څه جادو پرې پو کړې ؤ چې مغرور فطرته زرينه ئې په ځان پسې داسې ليونۍ کړې وه چې هر کله به هم رحيم دخپل پلار سره په زمکه کښې په څه نا څه کار بوخت ؤ نو زرينه به دګڼو پيغلو سره هلته ورغله...

مقصد به ئې درحيم سره سترګې جنګول وو خوپه ظاهر به ئې له رمضان چاچا سره وړې وړې شوخې خبرې کول وؤ. او يا به ئې ګاهې ګاهې ورڅخه دپخوانى وخت زړې قيصې اوريدې. پيغله زرينه چې به څومره رحيم ته نزدې کيده هومره به رحيم ترې خپل ځان بچ ساتلو...

ډيره موده دهغوى په منځ کښې دغه شان کش مکش ؤ مګر تر کومه؟؟ اخر هم يوه ورځ رحيم د زرينې شو او زرينه د رحيم. رحيم زرينې ته د مينې لاس څه ورکړو؟ چې د هغه ورځو شپو هم خپل زوړ حقيقت بائيلو. کم ګو رحيم د زرينې په مينه کښې دومره مست شو چې ټول وخت به په تصور کښې لۀ زرينې سره په يوه داسې دنيا کښې ګرځيدو چرته چې به هر څيز او هر طرف ته مينه مينه وه. او ددې تصور هرې هرې لمحې به رحيم ته ديو نوى سحر پيغام ورکولو... د يو داسې سحر پيغام، کوم چې فنا کيدۀ نۀ لرى او په کوم کښې چې مئين زړونه هر وخت د نوى نوى رنګين ساعتونو په تلوسه کښې وى ګو په دې فانى دنيا کښې هم هغه سحر هميش سحر وى.

رحيم به ټوله ورځ او ټوله شپه په دغه شان تصور کښې دزرينې خمار لوبولو. مګر چې څنګه به نيمه شپه شوه نو غلے غلے به د کور له دروازې بهر راووت. او دکلى څخه بهردهغې شنې چشمې په لور به روان شو چرته چې به هره نيمه شپه زرينه ورته ميلاويده. چرته چې به ئې لۀ زرينې سره د خپل منزل په لورى دتګ نوى نوى پروګرامونه جوړيدل. او چرته چې به ئې لۀ زرينې سره په ګډه دمينې تاج محلونه تعميرول.

هو! رحيم او زرينې په مينه مينه کښې لۀ يو بل سره دخپلو تاج محلونو مينارې دومره اوچتې کړې وې چې په يو دوه ګامه به شنۀ اسمان ته رسيده د هغوى دا خواهش ؤ چې د مينې د تاج محلونو مينارې نورې هم اوچتې شى. دومره اوچتې چې دمعاشرې هر قسمه وس او نګاه ورته عاجزه وى. ورځې شپې په دغه ډول په ډير خوند او رنګينۍ تيريدې. د سباون له فيصلې ناخبره دواړه د يو بل په حالت کښې مست وؤ. ګړۍ ګړۍ به دوه زړونه په يو بل کښې نور اونور پيوند کيدۀ. اوس هغوى په مينه کښې دومره مخ ته شوى وؤ چې بيرته د شا په خوا د راتګ قياس هم نۀ شو کيدے. لۀ خپلې خوا هغوى دواړه دژوند دلارې ابدى ملګرى وؤ.

يوه ورځ يو زرغون موټر د زرېنې د کور لۀ دروازې سره ودريدو او يو ښائسته سوټډ بوټډ ځوان ترې کوز شو او بې لۀ تپوسه د زرينې په کور دننه شو. دخلقو لۀ خلو ترمخه چې دغه ځوان اشرف خان د زرينې تربور دے او په دې نزدې ښار کښې د وکالت پريکټس کوى. لږ ساعت پس د زرينې پلار، د زرينې مور او اشرف خان لۀ دروازې بهر راووتل او په موټر کښې کښيناستل او موټر بيرته د ښار په لور روان شو.

دا ټول هر څه رحيم په خپلو سترګو وليدل او شپږم حس ورته د نوې خطرې خبردارے ورکړو. زړۀ ئې يو دم داسې درزا شروع کړه لکه څنګه چې د هغه جوړ شوى د مينې تاج محلونه راغوزار شوى وى... مګر داسې قيصه نۀ وه ولې چې زرينه ورڅخه هميش دپاره نۀ بلکې صرف له هغوى سره څو ورځو د پاره ښار ته تللې وه. اوس به راځى.. اوس به راځى... اوس به راځى.... په دې خوش فهمۍ کښې رحيم دوه مياشتې د زرينې انتظار وکړو.. مګر زرينه داسې لاړه لکه چې دهغه ځائې شوه... اوس د رحيم ورځ په ورځ نۀ وه شمار او نۀ ئې شپه په شپې... ولې چې دمينې هغه تاج محلونه کوم چې رحيم لۀ زرينې سره په مينه مينه دخيال په وادۍ تعمير کړى وؤ. د نړيدو په خطره کښې وؤ.

د رحيم حوصله ورځ په ورځ ماتيده. اوس به هغه لۀ زرينې څخه لاس وينځلو چې يوه ورځ بيرته هغه زرغون موټر کلى ته راغلو او درحيم زړۀ د خوشحالۍ دلاسه داسې ټوپونه شروع کړل لکه زرينه چې ورته هيمش د پاره ميلاؤ شوى وى. نيمه شپه وه چې رحيم د هغه شنې چشمې لۀ اړخ سره ناست د زرينې په انتظار ؤ ګړۍ ګړۍ به ئې د شاوخوا د ماحول جائزه اخسته چې به ئې زرينه پکښې ونۀ ليده نو يوه سړه ساه به ئې دخُلې څخه وويستله او سر به ئې په خپلو ګونډو کښې ورکړو. او د قسم قسم وسوسو سره به په جګړو شو.

خيالات ئې د بې وفايۍ په حق کښې وؤ. مګر زړۀ ئې د وفا په حق کښې ؤ. ... اوس چې بيا رحيم په نوى اميد خپل سر له ګوڼدو را اوچت کړو. د کلى په لور ئې نګاه وغړيده.. نو دکلى لۀ خوا ئې دوه سائې لۀ ځان څخه په مخالفې لار دکلى په ښى لاس روانې وليدې... رحيم په زړۀ کښې څه غوندې خجل هم شو مګر ډير زر ئې دغه وسوسه لۀ ذهن څخه بهر کړه او په دې خيال ئې خپل زړۀ ته تسلى ورکړه چې په هغو دوؤ سايو کښې يوه سايه د زرينې هر ګز نۀ شى کيدے ولې چې زرينه خو صرف او صرف د هغه ملکيت ده.

اووۀ ورځې پر له پسې هره نيمه شپه هغه دوه سايې د رحيم په هغه لار روانې ليدلې مګر دا سوچ ئې هيڅکله هم نۀ وؤ کړے چې ګنې په هغو دوؤ سايو کښې به يوه سايه د زرينې وى بلکې تر اوسه لا هغسې د زرينې په انتظار کښې هره نيمه شپه چشمې ته به راتلو. يوه دوه ګينټې به ئې دزرينې انتظار وکړو او چې نا اميده به شو نو خپل ماشوم زړګى ته به ئې په دې خيال تسلى ورکړه.... کيدے شى چې زرينې ته د بهر راوتو موقعه نۀ وى ميلاؤ شوې.... او بس........... هغه شپه د مياشتې څوارلسمه وه چې رحيم دچشمې لۀ اړخ سره ناست د زرينې په انتظار ؤ.

زرينه خو رانغله البته هغه دوه سائې نن دکلى څخه لاس په لاس خلاف معمول د چشمې په سيد کښې ورو ورو راروانې وې. سائې ورو ورو رانزدې کيدې او رحيم هم نيغ سايو ته متوجه ؤ. مګر سائې چې لۀ رحيم څخه تقريباً په پنځوس ګزه باندې ودريدې نو رحيم هغه دواړه سائې وپيژندې. هغه زرينه او اشرف خان وؤ خو لکه چې زرينې ته هم د رحيم د ناستې احساس وشو بيرته لاس په لاس لۀ اشرف خان سره د کلى په لور ستنه شوه.

اوس نو څه وؤ؟؟... د رحيم هغه په ناز جوړ شوى خيالى تاج محلونه کوم چې هغه له زرينې سره په ګډه جوړ کړى وؤ يودم داسې راغوزار شول چې د رحيم ټول ارمانونه ئې د خپلې ملبې دلاندې لۀ خاورو سره خاورې کړل.. په خپل ژوند کښې د اول ځل وؤ چې رحيم ته خپله غريبه ورځ ور په ياده شوه... درحيم لۀ اوښکو ډکې سترګې هغو دوؤ سايو ته تر هغه وخت متوجه وې ترڅۀ وخت چې هغه سائې د کلى په بې ترتيبو کوڅو کښې مستورې نۀ شوې... او بيا رحيم هم را اوچت شو او ديو شرابى په شان په ديکو ديکو دکلى په لور روان شو.

سحر اتۀ بجې رحيم بيلچه په اوږه په مات مات جسم او په ټوک ټوک زړۀ له پلار سره د زمکې طرف ته روان ؤ زرغون موټر له هغوى څخه څه لرې په کچه سړک د ښار په لورى تيريدو. په دې دوران کښې د موټر له شيشې زرينې هم په رحيم باندې يوه داسې نګاه وغورځوله لکه چې رحيم ته په ويناوى. (( رحيمه! تۀ زما قابل نۀ وې زۀ په تا باندې خطاوم...)) او بيا ئې ډير زر په بې رخۍ مخ په بله خواوګرځولو. هلته په دې تاثر په زړۀ زړۀ کښې يو وار بيا درحيم په سترګو کښې اوښکې رڼې رڼې وځليدې او د ذهن په پرده ئې لۀ زرينې سره تير کړى رنګين ساعتونه ناساپى راغونډ شول مګر بيرته دځان قابو کول ضرورى وؤ .. رحيم اوس ديادونو لۀ کرکيلې سره ژړاندۀ او ستړے ؤ او زرينه لۀ خپل نوى هدف اشرف خان سره په نوې هوا کښې مسته.