Ahad Shakhs Qisa :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ديو اهد شخص واقعه

ترتيب: عارف بختيارپچيرے

ورځپاڼه وحدت

دهارون الرشيد يو زوې ؤ چې دهغه عمر تقريباً شپاړس کاله ؤ هغه به ډير دزاهدانو او عارفانو په مجلس کښې ناست ؤ او زياتره به هديرې ته تلو هلته به ئې وئيل چې تاسو زمونږ نه مخکښې دنيا ته راغلى وے ددې دنيا تاسې ميلمانۀ وے خو تاسو ته دنيا خلاصون در نۀ کړو تر دې پورې چې قبرونو ته ورنه بې نوا لاړئ يوه ورځ دخپل پلار مجلس ته ورغے ددۀ پلار سره ټول وزيران او اميران ناست وؤ ددې هلک په تن عادى جامې او يوه لونګۍ ئې په سر وه په مجلس کښې ناستو ټولو حاضرينو په خپل مينځ کښې سره ووئيل چې دا هلک په لباس امير المومين دنورو پادشاهانو په نظر کښې ټيټ ښکارى.

امير المومنين هارون الرشيد داخبره واوريده او زوې ته ئې ووئيل تازۀ دنورو خلقو په نظر کښې ذليل او شرمنده کړم زوې ئې چې داخبره واوريده نو خپل پلار ته ئې هيڅ ځواب ورنکړو ليکن زوې په ديوال ناست مرغۍ ته اشاره وکړه او وې وئيل چې راشه زما په لاس کښينه، مرغۍ راغله دهارون الرشيد دزوې په لاس کښيناسته بيا هغه درويش مرغۍ ته ووئيل چې لاړه شه پخپل ځائې کښينه مرغۍ بيرته پخپل ځائې کښيناسته بيا فقير خپل پلار ته ووئيل چې پلاره په حقيقت کښې چې تا دنيا سره مينه ده زۀ دې محبت رسوا کړم اوس ماهوډ کړے چې زۀ تانه بيلتون غوره کړم په دې خبرو کولو سره دخپل پلار دربارنه لاړو او يوازې ئې يو قران شريف ځان سره يوړو دتلو په وخت کښې مور ورته يوه قيمتى ګتمه ورکړه بصرې ته چې ورسيدو هلته ئې دنورو خلقو سره مزدورى شروع کړه په اوونۍ کښې به ئې يوازې يوه ورځ مزدورى کوله چې کله به ئې مصرف ختم شو بيا به مزدورۍ ته لاړو دمزدورۍ په عوض به ئې ددرهم شپږمه حصه اخيسته زياته به ئې نۀ غوښته ابو عامر بصرى وائى يوه ورځ زما ديوال غورځيدلے ؤ زۀ دهغې ديوال جوړيدو په تکل يو مزدور پسې ګرځيدم چا دا ځوان را په ګُته کړو چې داهلک مزدورى کوى ماچې دا ځوان وليدو ډير نورانى هلک ؤ دقران شريف تلاوت به ئې کولو ماترينه دمزدورۍ کولو پوښتنه وکړه دې ځوان دهو وئيلو سره روان شو راته ئې ووئيل چې زما دوه شرطونه به منې ما ورسره شرطونه چې يو شرط ئې داؤ چې دمونځ په وخت کښې به کار نۀ کوم بل شپږمه حصه غواړم ما ددې هلک شرطونه ومنل هلک کار پيل کړو چې ماښام ګورم دې ځوان دلسو کسانو هومره کار کړيدے ماهغه ته دکار په عوض کښې دوه درهم ورکړل خودۀ يوازې ددرهم شپږمه حصه واخيسته او لاړو زۀ بله ورځ بيا دهغه ځوان پيدا کيدو په نيت ووتم چې ګورم هغه ځوان نشته ما دخلقو نه پوښتنه وکړه چې دلته يو ځوان ؤ، خلقو ووئيل چې هغه يوازې په اوونۍ کښې يو ځل مزدورى کوى په هفته پس بيا دهغه ځوان پيداکيدو په نيت لاړم هغه ځوان مې وليدو دقران شريف تلاوت ئې کولو ماورته دمزدورۍ ووئيل هغه ځوان بيا دوه تير شوى شرطونه بيان کړل چې کله هلک کار پيل کړو نو زۀ پټ ددۀ هلک په تماشه شوم چې ګورم تيږې خاورې او نور په خپله يو ځائې کيږى او ځوان خټه په ديوال تپى ديوال جوړيږى زما داباور او يقين پيدا شو چې دا ځوان خو دخدائې ولى دے ، ماورته دکار په بدل درې درهم ورکول خو هغه بيا د درهم شپږمه حصه واخيسته او لاړو زۀ دريم ځل لپاره بيا دهغه ځوان دپيدا کيدو په نيت دکوره لاړم خو ځوان نشته مادنورو خلقو نه بياد ځوان په حقله پوښتنه وکړه هغوى ووئيل چې هغه ځوان خو دريمه ورځ ده چې مريض دے زۀ دهغه ځوان دپوښتنې لپاره بيابان ته لاړم چې ګورم هغه ځوان ډير په تکليف کښې دے دسر لاندې يوه تيږه ايښې ده زما په ليدو هغه ځوان سترګې راپورته کړې ما زر دهغه سر په خپل غيږ کښې کيښود ځوان خپل سر لرې کړو او وې وئيل چې اے دوسته ددې دنيا په نعمتونو مه غلط کيږه عمر په ختميدو دے دا نعمتونه به ټول ختيږى ماته ووئيل چې اے ابو عامره زما ساه چې لاړه شى ماته غسل راکړه او په دې خپلو جامو کښې مې ښخ کړه ماورته ووئيل چې زۀ به نوے کفن درته درکړم هغه ځوان ووئيل چې دنوى کپړې زيات حق دژونديو دے خير چې کله مې دکفن کولو بيا ورته ووئيل هغه ووئيل چې کفن نوے وى يا زوړ مګر دانسان اعمال يوازې په کار راځى زما لونګۍ او کوزه به دقبر کنستونکى ته ورکړې داګُته او قران شريف پخپل لاس به هارون الرشيد ته ورکړې او دابه ورته ووايې چې داديو فقير او مسافر امانت دے او هغه تاته دا پيغام راليږلے دے چې تۀ به ډير دغفلت او ناپوهۍ په حال کښې مړ شې دې خبرو سره هغه ځوان ددې فانى دنيا نه سترګې پټې کړې ماته وروستو معلومه شوه چې دا ځوان شهزاده دے.

ددې ځوان وصيت سره سم ماهغه دفن کړو لونګۍ او کوزه مې دقبر ويستونکو ته ورکړل قران شريف او ګُته مې بغداد ته يوړل او دهارون الرشيد ځائې ته ورسيدم چې هارون الرشيد راروان دے زۀ په يو اوچت ځائې کښې ودريدم هارون الرشيد خپلو لښکرو او درباريانو سره راغے ماپه زوره غږ کړو چې اے اميرالمومنين لږ ودريږه هارون الرشيد زما غږ واوريده زۀ زر زر وړاندې شوم.

او ورته مې ووئيل چې اے امير المومنين ماسره ديو مسافر فقير امانت دے هغه ماته وصيت کړے ؤ چې دا دواړه شيان هارون الرشيد ته وسپاره هارون الرشيد چې دخپل زوې راليږلى شيان وليدل نو وې پيژندل دسترګو نه ئې اوښکې روانې شوې او خپل يو ساتونکى ته ئې ووئيل چې دا سړے ځان سره وساته چې کله ماوغوښتو نو ماته به ئې راولى څه ځنډ نه پس خپل دربارى نه دهغه سړى ما په حقله پوښتنه وکړه او وې وئيل چې هغه سړے ماته حاضر کړه حضرت ابو عامر زياتوى چې زۀ ئې د هارون الرشيد په حضور کښې حاضر کړم امير المومنين يوازې ؤ زۀ ئې ځانته نژدې کړم او ماته ئې ووئيل چې تۀ زما زوې پيژنې ماورته ووئيل چې هو پيژنم، وائې څه کسب ئې کولو ماورته ووئيل چې د خټو تر مزدورى ئې کوله تاسره ئې مزدروى کړې وه ماورته بيا ووئيل چې هو مزدورى راسره کړې وه. هغه ووئيل چې تاته نۀ وه معلومه چې هغه خو دحضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم او لاد کښې ؤ يعنې هغه دحضرت محمد ص ترۀ حضرت عباس رض اولاد ؤ. ماورته ووئيل چې زۀ اول دلوئې خدائى نه بخښنه غواړم بيا تانه بخښنه غواړم ماته هيڅ علم نۀ ؤ چې دا څوک دے ماته دمرګ په وخت ددۀ حال معلوم شو بيا ووئيل چې پخپلو لاسونو دې غسل ورکړو ماورته ووئيل چې هو، هارون الرشيد ووئيل چې لاسونه رانژدې کړه زما لاسونه ئې په خپله سينه پورې وؤ نيول او دسترګو نه اوښکې دارې وهلې، هارون الرشيد دخپل زوې قبر ليدو لپاره بصرې ته روان شو هلته ئې دخپل زوې په قبر څوشعرونه ووئيل چې دادى اے هغه مسافره چې خپل سفر نه واپس کيدے نشى مرګ په ځوانۍ کښې زمانه جدا کړى تا دمرګ هغه پيالۍ نوش کړه چې تا پلار په بوډا والى کښې به نوش کړى

ابو عامر وائى چې ماپه خوب کښې يوه دنور قبه وليده چې په هغې نور خوريږى دهغې قبې منځ نه هغه هلک ماته غږ کړو چې اے ابو عامره تاته دې خدائې ددې خير بدله درکړى زما ګور کفن دې وکړو او زما وصيت دې پوره کړو ماورنه دقبر حال پوښتنه وکړه چې په تا څه تير شو هغه ووئيل چې زۀ دداسې خالق په طرف ورغلے يم چې ډيرکريم دے مانه ډير رضادے ماته خپل خالق هغه شيان راکړل چې کله هم ما نه وؤ ليدلى نه مې په غوږو اوريدلى وؤ او نۀ دچا په زړۀ کښې دهغې خيال تير شويدے