په تا څۀ تيريږى
ليک :: عزيز الله غالب
د ژمى موسم ؤ نمر نرۍ څيره کړې وه. ميروګے ماما امسا په لاس رو رو راروان ؤ دکور
نه لږ وړاندې راغے اودغټې لارې دغوجل د مونډې سره ئې ډډه ووهله امسا ئې ديوال ته
اودروله او دسيند په لويه تيږه ئې دپتاؤ کولو دپاره پرلت ووهلو خپل دوړۍ څادر ئې د
مخ نه لرې کړو او څنګلې ئې په دواړو زنګونانو کيښودې. لږه شيبه وروستو جوګى ماما هم
دخپل عادت مطابق د کوره راووتلو راغے عليک سليک وشو ميروګى ما ما ورته ووئيل راځه
جوګيه جوړې دژمى اثر درباندې شوے دے. هډو ښکارې نه. دا وګوره...
لکه د ماشومانو غوندې شوشنيګى زما خو د ويره پيدا کړه لکه دګوذن وهلى چرګ په شان
ګډوډ رپيدلے راروان ئې... جوګى ماما ووئيل ميروګيه دا خبره دې بده نۀ ده خو دا سږنے
ژمے خو لا بل شان يخ دے سحر وختى خو د سړى زړۀ ورانوى.. ما پريږده خپل حال ووايه زۀ
خو لا ګزاره کووم تۀ خو راته د نن سبا ښکارې مونږ خو لا ښۀ يو. تۀ خو له مونډه په
دريو پښو شوے ئې. ميروګے په خندا شو.... جوګيه ډير ګپى ئې! په خبرو کښې دې شپاړسم
پاس کړے دے.
راځه کيښنه دواړه جوخت کيښناستل او خبرې اترې ئې شروع کړې، جوګى ماما دميروګى نه
د کور د وړو لويو دخير خبر پوښتنه وکړه. په دې خبرو سره د ميروګى د خلې نه يو سوړ
اسويلے ووتو او جوګى ته... زۀ ډير کلک سړے ووم خو افسوس چې غمونو کمزورے کړم او خپل
غم په يوازې سينه نۀ شم وړے. جوګى ماما په يو نظر ميروګى ماما ته کتل او په
حيرانتيا کښې ئې ترې تپوس وکړو... سرخوړليه د څۀ غم؟. څۀ چل شويدے ما هم پوهه کړه
چې څۀ خبره ده..
ميروګيه څۀ به درته وايم دوه مياشتې وشوې چې وزيرے د کوره وتے دے د مړ ژوندى هډو
پته ئې نۀ لګى. او زۀ ئې دراتلو لارې څارمه په هر ساه کښې راته وزيرے نيغ ولاړ وى
خوب خوراک مې د وزيرى نه بغير حرام شوے لکه د روژه دار د ماښام دبانګ په شان د
وزيرى انتظار کووم. جوګى ماما په حيرانتيا سره ووئيل، تۀ خو ډير بې خونده سړے ئې زۀ
درته خپل نۀ ښکاريدم چې دومره واقعات راتلۀ او تا زۀ هډو په غوږ ونۀ وهلم؟ ميروګى
ماما ورته د اوښکو ډکې سترګې راواړولې جوګيه دا دخپل پردى خبره نۀ ده ما خو تۀ نه
بلکې هيڅوک نۀ دى خبر کړى. ميروګى ماما د جوګى ماما په خبره کښې راودانګل غاړه ئې
تازه کړه او تپوس ئې وکړو، يا هلکه ميروګيه وزيرى له تا زما په خيال دوه مياشتې
مخکښې وادۀ هم کړے ؤ. ميروګى ماما ښکته ښکته کتل جوګى طرف ته ئې راووکتل بيا ورته
شروع شو. جوګيه دغه غم خو زۀ هم ژاړم. کۀ ستا ياد وى نو د هغۀ وادۀ مونږ دشوقدر د
مياشتې په پينځلسمه باندې کړے ؤ. هغه ورځ وه کنه مونږ چې دميلمنو سره دماښامه پورې
مشغوليدو. هو......
هغه ورځ شوه او دا چې د وزيرى د مړ ژوندى څۀ پته نۀ لګى. د خداې دنيا مې ورپسې
چاڼ کړه خپل خپلوان ياران، دوستان مې پټ پټ پوښتلى دى خو هيچا راته منډنۀ دے ښودلے
الله عالم دے چې چرته لاړو او ولې لاړو؟ جوګى ماما بيا په غمزده اواز کښې ميروګى
ماما ته ووئيل، تا چې دهغۀ دا کور ودانے کوؤ نو دهغۀ نه دې پوښتنه کړې وه؟ ميروګى
ماما ورته ووئيل هيڅ په پته پوهه نۀ يم خو د وادۀ په ورځ ئې خاص مزه نۀ وه ا و لکه
دنورو خلقو غوندې ئې خوشحالى نۀ وه. تا ته خو پته ده چې وزيرے خو ډير ساده او غلے
هلک ؤ. او زۀ هم ددې لانجو کونجو نه خبر نۀ يم مونږ ځان له دکلى ساده باده خلق يو.
د خپل کشې تبرګى نه اوزګار نۀ يو ددې دور د نوؤ نوؤ خبرو نه څۀ خبر يو.
چې د وادۀ دپاره به د هلک د مرضۍ پوښتنه د هلک نه کوؤ. او ولې ستا خپلې ورځې شپې
هيرې دى. زما او ستا نه چا دا تپوس کړے ؤ. زمونږ خو چې څۀ دمشرانو خوښه وه هغه
زمونږ وه. اوسنى هلکان ډير بې شرمه شوى دى. ښې نا ښې پکښې کوى. خو زما زوې وزيرے
داسې هلک نۀ ؤ. جوګى ماما ورته ووئيل، ميروګيه ګوره اوسنے دور د سادګانو نۀ دے هغه
به په دې خپل وادۀ خوشحاله نۀ ؤ. دشرم او دپښتو د وجې نه به ئې تا ته څۀ وئيلى نۀ
وى خو د ځان سره به ئې دځان دور کولو فيصله کړې وى. ځکه خو ئې سر او پښې ونغښتل، او
لاړو ځان ئې "ورک وجود" کړو خو چې تا زۀ اول په غوږ وهلے وے نو څۀ نا څۀ لټون خو به
مو ورپسې کړے ؤ. ميروګے په ژړا ژړا کښې،، زۀ څۀ خبر ووم. کيدے شى وزيرے شرميږى ددې
وجې نه کور ته نۀ راځى. خو اوس مې يقين پوخ شو چې هغه لاړو په رښتيا ورک وجود شو او
زۀ هم په ژوند کښې مړے شوم اولا د ..... اولاد خو د زړۀ غوښې وى تۀ څۀ خبر ئې چې په
ما څۀ تيريږى