Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

Pashto Proverbs
پشتو متلونه

Un-categorized/Miscellaneous

  • نيستې پاکه بادشاهې ده، دولت مند يې له خوند خبر نه دې
  • غر ننګ اوخوړو او د امان قلنګ اوخوړو
  • چې نن سپک شې، صبا ورک شې
  • خدائي خبر دې چې تره يې کافر دې
  • چرګ خو يو مارغه دې، چا چې اونيؤ د هغه دې
  • په ګوهار کښې به يې سخې وې، وائي به زمونږ د کلې ګوهار هغه دې
  • خره ښکر ګټل، غوږونه ئي اوبائيلل
  • څوک وائي چې څه اوخرو، څوک وائي چې څه سره اوخرو
  • اباسېن هم چې په کاشو شې، نو اوچ به شې
  • د زورورو اوبه په لوړو خيژې
  • چې اوښان ساتې، ورونه به دنګ ساتې
  • خر يې په رشې پورې اوتړو او ورته وائي څه مه خوره
  • خاورې راغلې ايرو له، ايرې باد يووړل
  • خوار څادر نه موندولو، چې اوئيمندو نو په ژړه شو چې دا خو دولس ګز نه دې
  • د باچا زوئ ته چا ويل چي قحط دې، خلق له وږې مرې، د ويل چې وريژې او غوړې ولې نه خورې
  • چه خوارانو روژي اونيولې، ورځې هم سترې شوي
  • خر ته چا وئيل زوئي دې وشو، ده وئل څه يې کړم؟ هغه به خپل بار ورې ځه به خپل
  • اوږې ته چا وئل دوه او دوه څو کيږې؟ هغه وئل څلور ډوډئ

G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan