پخوانې وختونو کښۍ يو زميندار ؤ چې ترې نه خپلې دوه غواګانې ورکې شوې وې. نو دائ په غونډ کلي کښۍ هر چا نه تپوس کوي چې ځما غوا خو دې نه ده ليدلې؟ په تپوسو تپوسو باندې يو انګريز يې ليد کړو. انګريز ته ورغلو ورته وائ چې کاکا ځما غوا خو دې نه ده ليدلې؟ انګريز خو په پښتو باندې نه پوهيدو ورته په انګريزي کښۍ وائ (( وټ )) ... زميندار خو ډير خوشاله شو ورته وائ چې (( وټ )) نه يو ورکوټې او يو غټ.