![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
|
روغ ليونۍ ليک کونکۍ محمد اياز خان موهمند
يوه ورځ يو ډاکټر د دماغۍ مريضانو وارډ معائنه کوله چه يو مريض ورته صحت مند و روغ ښکاره شو. ډاکټر د هغه نه تپوس اوکړو چه ته خو ښه صحت مند ئۍ بيا ته ولۍ دلته داخل کړۍ شوۍ ئۍ؟
صحت مند مريض ورته اووئيل چه ډاکټر صاحب زه بالکل صحت مند يم. خبره دا ده چه ما يوۍکنډۍ ښځۍ سره واده اوکړو. د هغۍ يو پيغله لور هم وه چه د خپلۍ مور سره زما په کور کښۍ اوسيدل شروع کړل.
قدرت ته ګوره چه د هغه پيغلۍ جينئ زما د پلار خوښه شوه او هغه د هغۍ جينئ سره نکاح اوتړلو. د هغه ورځ نه زما ښځه زما د پلار خواښۍ شوه. څه وخت پس زما د ښځۍ د لور زوئ پيدا شو. دا ماشوم په رشته کښۍ ځما ورور شو ځکه چه هغه زما د پلار زوئ وو. دۍ خوا هغه زما د ښځۍ لور وه نو زما نمسۍ شو. څه وخت پس زما د ښځۍ زوئ پيدا شو په دغه ورځ زما د پلار د ښځۍ يعنۍ زما ميرنئ مور د خپل ميرنئ ورور خور شوله. يو خوا هغه زما د ماشوم نيا جوړه شوه ځمه چه دا ماشوم زما د پلار نمسۍ ؤو. او داسۍ زما زوئ د خپلۍ نيا ورور هم شو.
تاسو لږ سوچ اوکړئ ډاکټر صاحب ! زه د خپل پلار سخر هم او زما پلار زما زوم هم جوړ شو. ځکه چه هغه زما د جينئ يعنۍ زما د لور خاوند دۍ.
زما ميرنئ مور يعنۍ زما د ښځۍ لور زما د زوئ خور هم شوه. نو زما زوئ زما ماما هم شو او زه د هغه خورئي. بلکه زه د خپل ځان نيکه هم يم. او زما د پلار زوئ چه کوم زما د ښځۍ د لور زوئ هم دۍ، هغه زما رور و نمسۍ او ......
ډاکټر صاحب په دواړه لاسو خپل سر اونيوؤ او چغه ئي کړه چه بس کړه د خدائ د پاره غلۍ شه ګنۍ زه به هم تر پاګل شمه !!!
¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |