![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
|
پاروقه دلته څه کوې ؟؟ دوه ملګري ولل چې نيت يې وکړو چې نن ماښام ته به فلکسېر سينما کښۍ بدر منير فلم به ګورو. نو ټکسونه يې وکړل او په ګيلرئ کښۍ ناست دي بدر منير په اس سپور دې ، هغه ته ګوري. په دې کښۍ يو غټ غوندې روډې (( ګنجې )) سړې راغلو دوئ ته مخته کيناستو. هغه دومره لوړ ؤ چې دوئ ته به فلم نه ښکاريدو. نو يو ملګرې بل ته کوې چې اوس به څه کؤو؟؟ زمونږ خو ټول ټکس پيسې ده ضائع کړې.
هغه ملګرې ورته وائ چې دا سړې پاڅول ځما کار دې خو يو پنجه په کيدې ... هغه بل ورته پنځو نوټ ورکړو. دې ورته پاڅيد هغه روډي ته يې په سر خړپ ورکړو ورته وائ چې يا هلکه ته پاروق (( فاروق )) نه يې ؟؟ هغه غټ سړې ورته ګوري ورته وائ چې نه ځه خو پاروق نه يم.. ده ترې نه بښنه اوغوښتله او واپس راغلو کيناستو ...
هغه ملګرې ورته وائ چې فلم خو بيا هم نه شو کتلې ... ځه به لسو نوټ درکومه خو ده نه دې يو خړپ بيا واخستو .... هغه ورته وائ چې دې کښۍ څه ګران کار دې ؟؟ ورغلو بيا يې هغه غټ سړې نه خړپ واخستو ورته وائ چې مړه هم ته يې خو ځان دې نا اشنا کړې دې... هغه غټ سړې پاڅيدو او ده ته يې لاس واچولو... خلقو ډير په ګرانه باندې خلاص کړل يو بل ... دې وائ چې څه په جاهل خلکه باندې مې پام دې ... دلته خو کيناستل هم ګران دي .. په دې سره هغه لاړو په مخته سيټ باندې کيناستو ...
چې دواړه ملګري بيا يو بل سره کيناستل هغه يو بل ته وائ چې يره منم دې ... اوس دې کار وکړو خو ځه به اوس شل روپې در کوم که ده نه دې بيا شړک واخستلو... هغه شلو نوټ جيب ته کړو او غټ سړي ته مخته بيا ورغلو او په سر يې شړک ورکړو ورته وائ چې پاروقه مولا دې سټ که ته دلته ناسته يې ته په ځي مې هلته بل سړي ته شړک ورکړو ...
هغه غټ سړې ده سينما نه منډه کړل ... ¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |