![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
|
ملا و خره قصه
يو ملا خپل شاګردانو سره ناست و تعليم ېي ورکولو. په دي کښي هغه خپل شاګردانو ته ځان خئيلو چي ځه خو دومره تکړه يم او دا دا توره مي وهلي ده. هغه شاګردانو ته په ټوکو کښي اوويل چي هغه ته که خر هم ور مخته کښي، دي به هم هغه خر ته هم تعليم ور کي دومره پوري چي خر به په ليکلو ويلو باندي پوه شي. اتفاق سره په هم په دي وقته باندي يو سړي مندرسي سره باهر تيريدو چي هغه سړي د ملا دغه خبره واوريدله. د سړي سوچ وکړو چي ملا خو دروغ اويل اوس به ېي ځه دا دروغ نيسمه. هغه مندرسي ته ور ننه اوتو او ملا ته ېي اوويل چي ملا صاحب ځما سره يو خر دي ځه غواړمه چي هغه تاسو سره تعليم وکړي. ملا په هغه نيت پوه شو او ورته ېي اووېل چي ته خپل خر داخلي له راوړه او ځه به ايوه مياشت کښي هغه نه تعليم يافته خر جوړ کړمه. سړي لاړو و خپل خر يې راوستو. ملا ورته ويل وکړل چه ماما جي ته اوس ځه زه به بيا تا ته اواز در کړمه چي کار کله پوره شي. چي کله سړي لاړو ملا خر يو کونځ کښي اوتړلو او خره مخي ته ېي کتاب کيدولو. او په کتاب پاړو مينځ کښي يې ورته غنم واچول. نو خر په غنم خوراک لالچ کښي پاړي اړولو باندي لګيا شو. هم داسي خر په کتاب سره پوه شو. چي کله مياشت اووتلو ملا هغه سړې ته اواز اوليږلو چي راشه خر دي ليکل وينا ځده کړه. سړي ډېر حيرانه شو خو څه يې نه اويل و مندرسي ته لاړو. ملا سره جوړ تازه نه پس ملا هغه ته اويل چې ته دلته په ګوډ کښي کينا ځکه چي خره سره چي څوک نژدي وي نو خر په سبق باندي پام نه شي کولي. اصل کښي ملا دا مطلب وو چي ده سړي ته څه ښکاره نه شي. سړي کينستو و ملا خر ته ورغلو و خره مخي ته هم هغسي شان کتاب کيدولو و پاړو مينځ کښي يې غنم ورته واچولو. نو سړي مخي ته خر کتاب پاړي واړولي او غنم خوراک سره ېي خوله هم خوځوله. سړي دا ګمان وکړو چي دا خو کتاب نه سبق وائي و ورسره چي څه وائي هغه ورد هم کوي. سړي ډير متاثره شو ملا نه او ملا ته يې اوويل چي دومره تکړه کار دي وکړو اوس د خر ته لږ نور تعليم ورکړه او عالم تري نه جوړ کړه. ملا ورته اوويل چي په دي باندي به يو بل مياشت لګي. سړي اويلا چي هيسه خبره نه ده، دوه مياشتي خو په تيري که خو چې خره نه عالم راته جوړ کړي. دي سره سړي بيا لاړو و ملا راتلونکي جمعه ته په ميله کښي خر خرس کړو و پيسي يې جيبانه ته واچولي. چي کله دوه مياشتي تيري شوي سړي ملا نه څه سوال جواب نه واوريدو نو په خپله ملا ته لاړو چي ملا صاحب ځما خر دي څه کړو. ملا ورته افسوس وکړو او ورته اوېويل چي کله ستا خر ته سند ملاؤ شو هغه ټينګ نه شو او لاړو د کلي وال قاضي جوړ شو. سړي اويل چي په زوره به دي نيولي وو خو ملا ورته ويل چي هغه اوس تعليم يافته شو که په زوره مي نيولي وو نو ټولو مخکښي به بي عزته شوي وو. او دي سره يې ورته مشوره ورکړه چې ستا خر دي، لاړ شه کچريو ته په خپله ېي ځان سره بوځا. سړي لاړو کچريو ته او الته چه ګوري چي قاضي چشمي اغوستي او په کرسي کښي ناست دي او چرته جوړو موړو کښي لګيا دي. په عدالت کښي هغه سړي په زوره باندي ناره اولګوله خپل خره ته چي بوشي ته دلته ناسته ېي ما ستا پسي ټول کلي اولټوو. بوشي د د خره نامه وله او له ميني نه به ېي ورته بوشي ويله. ټول خلق د ته په کتا شول او سپاهي ورته راغلو و ورته ېي اوويل چي ماما بوشي څوک ده. سړي قاضي ته په ګته اشاره وکړه او سپاهي ته ېي اوويل چي بوشي ځما واله قدرمنه خره ده او ځه ېي اوس کور ته بوځمه. بس دا وينا وله چي قاضي حکم ورکړو سپاهي ته چي دا سړي اونيسه او قيد خانه کښي ېي غونډ عمر له بند کړه. ¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |