يو غريب سړي د کلي بازار کښې روان وو چي يو مشهور دکان نه ده ته ده پلاؤ بوئي ورغلو. ده خپل جيب اولټوو خو پيسي نه ولي ورسره. خير دي ده دکان مخکښې لږ سات له اودريدلو او د پلاؤ و نور خوراکونو کمې ېي په بوئي پوره کړله. چي کله ېي زړه ته سکون اورسيدلو نو دي روان شو. خو د دکان مالک دې اوليدلو. مالک ده ته ورغلو و ورته وائي چي پيسي راکه. غريب سړي په ځان حيرانه شو چي پيسي ده څه ورکمه؟ ده د دکان مالک نه تپوس وکړو چې ماما ده څه پيسي درکمه؟؟ دکان مالک ورته اويلا چې ده ځما دکان خوراک بوئي کولو! په دي باندي هغه غريب سړي دکاندار سره په جګړه شو او دسي قصه قاضي ته اورسيدله.
بل ورځ ته دکاندار و هغه غريب سړي قاضي ته ټوله خبره وکړله. قاضي په ځان حيران شو چي اوس به ځه د دي فيصله سنږه کومه؟ د ټولو ته اويلا چي د دي قصه فيصله به سبا ته کيږي.
چي کله ټول لاړل نو دکاندار قاضي له ورغلو او رشوت قصه ېي ورته اوکړو چي که دغه غريب سړي دې جرمانه کړو، نو هغه جرماني رقم چي څه ما له ملاؤه شي هغه نيمه برخه به تا له درکړمه. قاضي دغه خبره اومنله.
هلته هغه غريب سړي سوچ کولو چي د قسمت خراب دي او هغه يقين ولو چي سبا له به قاضي دکاندار په حق کښې فيصله کوي او ما به جرمانه کوي. چي کله سبا شو نو دې لاړو جماعت له او خدائي ته ېي دعا وکړه او دوه رکعته نفل ېي هم وکړل. چي کله جماعت نه وتلو باندي وو نو ده ته ملا نصرالدين ملاؤ شو. د سوچ وکړو چې ملا ډېر بزرږ سړي دي ځکه ده سره مشوره کول پکار دي. دي ملا ته ورغلو او سلام دعا نه پس ېي ټوله قصه ملا ته وکړله. ملا ده ته جواب ورکړو چي ته بي غمه شه ځه به قاضي ته تا سره درزمه.
چي کله ټول بيا قاضي مخکښي پيش شول نو قاضي پيسو په لالچ کښي دکاندار په حق کښې فيصله وکړه او هغه غريب سړي ېي جرمانه کړو. فيصله نه پس ملا نصرالدين قاضي مخکښې ورغلو و قاضي ته ېي اويله چې ځه د ده غريب سړي ورور يمه او که اجازه وي ځه به خپل ورور جرمانه پري کړمه. قاضي خبره اومنله او ملا نصرالدين خپلې سقې په تيله کښې واخستلي او لاړو دکاندار په غوږ کښې ېي اوشړنږولي.
چي کله دکاندار قاضي ته د دې خبره شکايت اوکړو نو ملا قاضي ته اوفرمائيل چې ځما ورور د ده خوراک بوئي کړل او ما هغه په بدل کښې پيسي ده ته واؤرولي نو دسې زمږه حساب خلاس شو. قاضي د ملا په دي حرکته مجبور شو او دسي ېي غريب سړي ازاد کړو.