ښځې خاوند ته اووئى چې بس دے اوس خودپولۍ پړق ته کښيناستو دکلى خير خيرات به هم ترکومه راټولومه خپل خپل وان مو هم تر پوزې راوستل دا سې خپل نشته چې مونږ ترې قرض نه وى اخستے . خاوند ئې يوه شيبه سوچ کولو وئيل چې زما څومره خيال دے نوستا يوه ترور اوس هم داسې شته چې مونږ سره ئې څه امداد نه دے کړے ښځې ورته ووئيل خدائې ته وګوره ښه روغ جوړئې چرته مزدورۍ پسې اوځه. دخاوند يې کاريا مزدورى سره ډډه نه لګيده خو اخر چې ښځې ورته ډير دخدائې رويونه واچول نو روان شو او د مزدورۍ په تکل دکوره ووتو ښځه ئې بهر لاړه چې که چانه ديووخت دوو اوړۀ راقرض کړى خوچې واپس راغله نو څه ګورى چې خاوند ئې په کټ کښې شاولے واولے پروت دے سخته غصه شوه وئيل داته څنګه مزدورۍ له اوتے وے خاوندورته وئيل ښځې بس چپ زۀ په مزدورۍ پسې روان وم خوپه لاره کښې يوچل اوشو؟
څه چل وشو بيا ښځې ورنه په غصه تپوس وکړو
وئيل ګوره دخان اسپه لنګه شوه خوکوم بچے چې ئې راوړو نو دهغه نه غوږونه شته اونه لکۍ
ښځې ورته وئيل اخر دخان اسپې اوداسپې بچى سر ستاڅه تعلق دے ؟
وئيل نه ئې پوهى کنه ښځې داډيره درنه مسئله ده که سبا دابچے لوئې شى او چرته په خټوکښې بوخت شى اوخلق ئې را اوباسى نود کوم ځائې نه به نيسى . ته ما پريږده چې زۀ لږ په دې مسئله غور وکړم