يو
بډا سړې ته د ملا ډير سخت تکليف و. چې زوئ سره حکيم ته ورغلو نو حکيم ورته دوا
ورکړه او نصيحت ئې ورته وکړو چې نالو باندې مه دانګه. چې کله حکيم نه فارغ شو نو
بډا کور ته روان دې. په لار کښۍ يو ناله راغله چې په کوم بډا سمدستي ټوپ اؤهو. زوئ
ورته وائي چې ابا، حکيم صاحب خو وائېل چې په نالو مه دانګه! ته خو ودانګېدلې. بډا
په ناله بېرته واپس ټوپ اؤهو زوئ ته وائي چې دانګلي، اوس نه دانګلي!