Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

هندو و مسلمان غوا

يو هندو او مسلمان په شريکه باندې غوا واخشته. چې کله ننګه شوه نو دوئ په مينځ کښۍ پچه ويباسله. هندو شاته مخ واخستلو او مسلمان مخته مخ واخستلو. نو مسلمان به غونډو ورځ غوا ته اربسې اچول او هندو به غونډه ورځ ترې نه پئ اوباسلې. آخر مسلمان ترې نه تنګ شو وائ چې ځه خو دا نه منم ځکه چې مطلب ځائ خو هندو ته رسيدلې دې. هندو به ورته وائيله چه ته پکښۍ څه کار دې ؟ پچه مو په شريکه ويباسلې وه او ته هم خوښه وه. مسلمان ويله چه پچه به بيا ويباسو خو هندو نه منله. چې نه يې منله بيا مسلمان هم وائيله چه خه ما له هم چل راځي. بيا به چه هندو پئ ويباسلې مسلمان به غوا ته مخته چوکه نيولې وه. چه غوا به يې په چوکه وهله هندو ته به يې دکه ورکړه ... آخر هندو هم تنګ شو ورته وائ چې پچه به بيا سره کاژو خو مسلمان ورته وائيله چه تا پکښۍ څه کار ؟؟ ځما خپله مخه ده چې ځه څه ورسره کومه ځما خوښه ... بيا هندو خو جنګ مخ نه ليدو غونډه غوا يې ورته پريښودله.

G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan