يو سړې ؤ چې چرګانو کاروبار به يې کولو. چرګان به يې اخستل او بيا به يې خرسول. يوه ورځه چا ورته اطلاع کړه چې زمونږه کور ته نن ماښام ميلمانه راځې يو څو چرګان خو راته کور ته اورسؤه... نو هغه کس چرګان ګانچې ته اوچولي دي او کور ته يې وروړل. په کور يې ور اوټپولو خو چا ور ورته خلاس نه کړو... نو ده چرګان ور مخته کيښود او په ور يې اوليکل چې ځه به نن ماښام پيسو پسې راځمه..... کور مالک چې کله کور ته راغلې دې نو چرګان ترې نه اوډار شول او والوتل.... دې اوس ورته په کوڅو کښۍ منډو وهي يو څو چرګان خو يې اونيول... چې کله دکاندار پيسو ته ماښام راغلو نه کور وال ورته وائ چې پريږده مړه، ستا چرګانو خو ما ته زړه شين کړو... دکاندار ورته وائ چې ولې څه وشول؟ کور وال ورته وائ چې ټول والوتل ... ايله په خوارې مې يولس چرګان کوڅه نه اونيول.... دکاندار ورته نيغ نيغ ګوري چې يولس ؟؟؟ ما خو پنځه درولې ولل...