Da Buda Kachkol :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

دبدها کچکول

کاکاجى ظهور ازاد

ورځپاڼه وحدت

فدا الله صحرائى ډائريکټر ميوزيم چيرمين آرکيالوجى محکمه په ١٥ ستمبر آج اخبار کښې ليکى چې :فاهيان،سونګ يون ؤ هيونسانګ پرله پسې ګندهارا (پيښوروادۍ) ته راغلے ؤ فاهيان ٤٠٠ء کښې ګندهارا ته راغلے ؤ کله چې چندرګپت بکرما جيت دهندوستان بادشاه ؤ هغه دبدهـ دکچکول ذکر کوى سونګ يون هغې نه پس ګندهارا ته راغلے ؤ هغه دبدهـ دکچکول ذکر نۀکوى هغه هن قوم دحملې نه پس راغلے ؤهن ګندهارا تباه کړے ؤهغه وخت دګندهارا بادشاه بدهـ مذهب سره تعلق نۀدرلود هيون سانګ دسونګ يون نه دوه صدۍ پس په ٦٣٠ء کښې پيښور ته راغلے ؤ هغه وخت دهندوستان بادشاه هرش ؤچې لۀ قنوج نه ئې حکمرانى کوله په ګندهارا کښې څوک بادشاه نۀ ؤ دا علاقه دافغانستان دعلاقې کاپيسادبادشاه ماتحت وه چې هلته نه ئې په ګندهارا حکمرانى کوله. هيون سانګ ته وينا شوې وه چې کچکول ايران کښې دے پروفيسر الفر ډفوشے دفرانس ماهر اآثر قديمه دپيښور پنج تيرتهـ په باب کښې ليکى چې داد هندوعمارت دے چې پکښې پنځه وړوکى تالابونه دى هندو برهمن ورته دپينځه پانډو وروڼو دوخت نه تعبير کوى چاچې دمها بهارت جنګ کړے ؤ پروفيسر الفريډ وائى چې داپنچ تيرتهـ دبدهـ دزمانې ؤ خو هندوانو خپل کړو. پيښور دګندهارا دويم دار الحکومت ؤ بدهـ عمارات پکښې ډير وؤ. دلته نه شنهشاه کنشک دخپل سلطنت چې وسط ايشيا نه واخله تر بنګاله پورې ؤ حکمرانى کوله

زۀ دپنچ تيرتهـ اؤ ګورګهټرۍ متعلق صحرائى ؤ نه دالفرډ خوشے هم خيال يم.پنج تيرتهـ ، ګورګهټرى دومره زاړۀ نۀ دى پنچ تيرتهـ دشاهى باغ يوه حصه وه لکه نذر باغ، شاهى کټه پورې دواړه علاقه دشاهى باغ حصې وې. ق م او تر اسلام فتوحاته پورې پيښور موجوده ځائې باندې نه ؤ بلکې دپيښور هزار خوانى او اخون درويزه قبرستان خواؤشا دباړه خوړ په غاړه اباد ؤ ډهکى نعلبندى ګورګهټرى اوموجوده پيښور دا واړه قبرستان ؤاوس هم ډهکى او ګور ګهټرى دتحصيل علاقې کښې دتعميراتو دوران کښې قبرونه راوځى او ثبوت ملاويږى

نو دصحرائى اوددانى خبروترديد کيږى داموجوده پيښور او فضلونه پس داسلام نه ډير وروسته تعمير شوىدى او فن تعمير کښې ئې اسلامى عنصر او ارټ ښکاره دے

داسلام نه وړاندې يو عمارت هم چيرې نۀدے معلوم شوے پنج تيرتهـ خو د مغلو دور کښې يوفضل الرحمان مغل داباؤ جائيداد ؤ اوورسره دمغل بادشاهانو دلاس حکمونه شته دے او دعوې ئې هم کړې وه خوتکنيکى بنيادونه خارج شوې ده پکار خوداده چې دفضل الرحمان مغل نه دادستاويزات حکومت اوارکيالوجى محکمه تر لاسه کړى او فرسوده رواياتو خاتمه وشى مها بهارت پانډوانو قصې دهندوانو ديومالائى توهمات دى اوناقابل اعتبار روايات دى چې جائکه پنچ تيرتهـ دپانډوانو پنځه واړوتالابونه قيصې چينى سياح به دګوتم بدهـ کچکول که ګندهارا کښې ليدلى وى نو هغه پيښور چرته ليدلے ؤ ددې تحقيق دې صحيح وشى ولې چې چينى سياحانو سونګ يون اوهيون سانګ ددې ذکر نۀ دے کړے

افتباس د زير تحرير مضمون ظهور نامه نه