Kabuliwala

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

کابلي واله, ډاکټر لطیف یاد
د خېبر وېب پاڼې باندې په30 مارچ 2014 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



کابلي واله

ډاکټر لطیف یاد

خپرؤنو نېټه: 30 مارچ 2014

زما پنځه کلنه لور( ميني) نه شي کولای چې يوه شيبه پټه او چپه خوله پا تې شي٠ زه په دې اند يم چې هغه به په خپل ټول ژوند کې يوه شيبه هم چپه خوله نه وي پا تې شوې ٠ د هغې مور دې ته ډېره په غو سه کيږي او دډېر وخبر و نه يې منعه کوي، خو ما په خپل ټول ژوند کې دا کار نه دی کړی چې هغه پټه خوله ووينم او وايم چې دا به ميني نه وي ځکه مينې او چپه خوله؟

کله چې زه ووينم چې ميني چپه خوله ده او خبرې نه کوي نو داخبره پر ما ګرانه شي او نه يې شم زغملی٠ له همدې کبله زه تل دهغې خبرې په ډېرې مينې او محبت اورم او په ډېرې مهربانۍورسره خبرې کوم٠

يوه و رځ چې زه دخپل نوي ناول داووه لسم څپرکي د نيمايې بر خې په ليکلو بو خت وم مينې غلچکۍ شا نته زما کو ټې ته راننوتله او خپل واړه او نازک لا سو نه يې زما پرلا سو نو کيښودل او راته يې وويل:" پلارجانه! زموږ دروازه وان( رام ديال) د کارغه نوم سم نه شي اخيستلی ورته کا غه وايې ،نودی خو په هيڅ شي نه پو هيږي ، همداسې نه ده؟

دمخه له دې چې مينې ته دژبې دلهجو په اړوند معلومات ورکړم، نو هغې بحث پريښود او نوی بحث يې پيل کړ او داسې يې وويل:" څه فکر کوې پلاره بهولا وايې چې هلته په وريځو کې پو پيل( هاتي) دی او له خپلو شو نډو نه او به را شيندي، نو له همدې کبله باران اوريږي ،ايا داخبره رښتياده؟

مالا دهغې دپو ښتنې ته ځواب نه و ورکړی چې هغې له ما نه وپوښتل :"ز ما مور ستا څه کيږي؟"

ماورته په موسکا وويل: " زما دخښينې خور ٠

ما مينې ته وويل لاړه شه له بهولا سره لو بې وکړه ،ځکه چې زه کار لرم ، خو مينې زما غو ښتنې ته څه پام ونکړ او زما د کار ميز ته نږدې پر ځمکه نا سته وه اود خپل زنګانه پر سر يې پر خپلو ګوتوطبلې وهلې٠ زه په دغه وخت کې دخپل ناول داوولسم څپرکي په ليکلو بو خت وم چيرې چې پروتراپ سينګ دناول اتل د کنچن لتا سره لا سونه ورکړي ووا و غو ښتل يې چې دکلا د دريم پوړ د کړ کۍ له لارې وتښتي٠ په دغه وخت کې ميني خپلې لوبې پر يښودلې او نا څا په يې زما دکار دکوټې هغې کړکۍ ته ور منډه کړه چې دسړک خو اته پر انيستلې وه او په زوره زوره يې نارې کړې او کا بلي والا! او کابلي والا! ما چې دکړکۍ نه بهر وليدل نو ومې ليدل چې يو جګ سړی و چې دپټانانو يا پښتنو جا مې يې اغو ستې وي او پګړۍ يې پر سرتړلې وه او پر سړک په کراره کراره روان و،بورۍ يې پر شا او دانګورو ټوکرۍ يې په لا س کې وه٠

زه نه شم ويلاى چې دکابلي والا په ليدو سره د(مينې)په زړه کې څه احساس پيداشوى و،خو کابلي والا چې زموږ د کور خواته مخ را وګرځاوه نو مينې په زوره وويل( وۍ) کله چې کابلي والا دکړکۍ مخې ته ودريد او مينې ته يې په ځير ځير کتل نو مينې منډه کړه او دخپلې مور په غيږه ورننوتله. زما په اند ښايې مينې ته دا پوښتنه پيدا شوې وه چې کابلي والا په خپلې بوجۍ کۍ چې شا ته يې پرته ده دوه درې نور ما شومان اچولي وي دابه هم پکې واچوي.

وروسته بياکابلي والادکور په دروازه راننوت،سلام يې وکړ او په موسکا يې وويل: څه مو په کارو؟.

په دې وخت کې زه د خپل ناول اووه لسم څپرکى دليکلو حساس ځاى ته رسيدلى وم .نو ددې لپاره چې کابلي والا ما له کاره ونه باسي نو دهغه نه مې زر زر يوڅه ميوه رانيوله او کله يې چې خپله بوجۍ شاته اچوله نو خداى خبر چې په زړه کې څه ور وګرځيدل نو له ما نه يې وپوښتل: بابوجي لورکۍ دې څه شوه؟ ما ددې لپاره چې دمينې دزړه نه ويره اوډار ليرې کړم نو هغه مې راوبلله.مينې راغله خو له ډيرې ويرې او ډاره زما په چوکۍ (کرسۍ) پورې ونښتله او دواړه ستر ګې يې د کابلي والا لورته برندې نيولې وې.کابلي والا دبوجۍ دکڅوړو نه مميز(کشمش)او غوزان(چارمغز)را وايستل او په دواړو لاسونو يې ميني ته وړاندې کړلوخو مينې نوره هم په ما پورې کلکه ونښتله اوسترګې له ډيرې ويرې رډې راوختلې.دا دمينې او کابلي والا لو مړنۍ ليدنه کتنه وه .

څو ورځې وروسته چې زه يو سهار له کوره بهرشوم نو ګورم چې مينې دروازې ته نږدې پر يوې څوکۍ ناسته ده او کا بلي والا ددې د چوکۍ مخې ته گونډې وهلي دي او مينې کابلي والا ته دشارو(ښارو) په شان گډه ده اوپه ډير غور اوځيرسره دهغې خبرې اوري.اريان شوم او ښه مې چې په ځير ورته وکتل نو دمينې د ساړي پلو د وڅکو(کشمشو) او غوزانو ډک دى او دا وڅکې او غوزان کابلې والا هغې ته دتحفې او سوغات په توگه ورکړې وې.

ما له کابلي والا نه تپوس وکړ چې دا وڅکې او غوزان دې ولې مينې ته دتحفې په ډول ورکړې دي؟. هغه لا ځواب نه و راکړى چې ما يوه آټهانۍ(داتو انو سکه)له خپله جيبه راوکښله اوکابلي والاته مې ورکړه او ده هم بې له کومې خبرې هغه خپل جيب ته وا چوله.

کله چې زه بيرته کور ته ستون شوم نو هغې بدمرغې آټهانيزې زموږ په کور کې لويه لانجه پيدا کړې وه. دمينې مور په غوسه ده او په ډيره تونده لهجه له مينې پوښتنه کوي چې دا سکه دې له کو مه کړې ده؟ او مينې په ساده ګۍ سره ورته وايې چې دا خو کابلي والا راکړې ده . دمينې مور چې د کابلي والا نوم اوري نو غوسه يې نوره هم زياتيږي او په ډير قهر او غضب سره وايې: تا د کابلي والا نه څنګه اټهانيزه (داتو آنو سکه) اخيستله ؟ما ددې لپاره چې دمينې د مور قهر او غضب مې سوړ کړى وي وويل: چې د ا هغه اټهانۍ ده چې ماکابلي والا ته ورکړې وه.ددې خبرې په اوريدو سره دمينې د مور قهر لږ شانتې سوړ شو او ما چې د مينې نه پو ښتنه وکړه نو دادې او دکابلي والا دويمه او دريمه ليدنه نه ده،بلکې تر دې دمخه هم کابلي والا مينې ته ډير ډير ځلې غوزان او وڅکې ورکړي دي او ددغه دوستانه رشوت په زور يې دمينې د زړه نه هغه ويره او ډار ايسته کړى دى چې دکابلي والا په وړاندې د دې په زړه کې و.اوس ميني او کابلي والا يو له بله سره په خوږو دوستانو بدل شوي دي او يو له بله سره ټوکې ټکالې کوي او خاندي او يو دبل په ليدلو خوشاليږي. زه به دې خبرې ته حيران شوم چې دکابلي والا په څير دنگ او جگ سړى دمينې په وړاندې په گونډو ناست دى او ميني ورته په ځير ځير گوري او ورته خاندي او هغه په ځواب کې ورته وايې: هاتي(پيل).که څه هم داځواب دخنداوړ نه دى خو ميني او کابلي والا دواړه په دې خبره له خندا نه شنه شنه کيږي او دډيرو خنداوو نه يې په پښتورګو(بډوډو) باندې لاسونه نيولي وي. داخندا به چې پاى ته ورسيدله بيا به دکابلي والا دپو ښتنو وار راغى نو ميني ته به يې ويل چې ته کله دخپل خسر (سخر) کورته ځي؟

په بينگال کې د خسر(سخر) دکور په اړوند ډير نکلونه او کيسې شته ،خو مونږ هيڅکله هغې ته دا نکلونه نه کول او نه مو هيله درلودله چې هغه په دې ډول کيسو خبره شي،نو همدا وجه وه چې مينې به کابلي والا ته شډل څوابونه ورکول او ورته به يې ويلې چې ته به پخپله دخپل خسر(سخر) کورته ځي.

څينې خلک دخسر(سخر) کورته تگ دزندان (جيل) په مانا کاروي او کابلي والا هم چې ددغې کنايې تر اغيزې لاندې راغلى و مينې ته وويل: (( زه به مې خسر(سخر) ټوک ټوک (ټوتې ټوتې ) کړم او دکابلي والا په دغه خبرې به مينې ډير وخندل او ددې د خبرو ملګرى کابلي والا به هم په دغې خندا کې ور سره شريک شو.

زه دکلکتې د ښار په يوې کوچنۍ کوټې کې اوسيدلم او دساوڼ (مني) موسم و،چندانې به له خپلې کوټې نه به بهر نه وتلم ،خو خيال او فکر به مې دسرحدونو پورې خواته هيوادونو کې گرځيده ،په تيره بيا به مې چې پټان کابلي والا دښار په واټ کې وليده زړه به مې ديوه نا آشنا ملک ليدلو ته ليوالتيا درلودله او لوړ او دنگ دنگ غرونه اوژور گړنگونه اوپه ونو گڼ ځنگلونه به مې تر سترگو کيدل اوپه دغو غرو اوځنگلونو کې به مې هغه خټين کورونه ليدل چې له دې هيواده ليرې پرديسيان په هغو کې شپې او ورځې تيروي او ديوه آزاد او خپلواک ژوند څښتنان دي. زه به په خپل فکراو سوچ کې دهغو خورا جګو او دنگوغرونو لمنو ته ورسيدلم چې نرۍ لارې يې پر سينه باندې د مار په څير تر لمنو راغزيدلي دي او داوښانو هغه کاروانونه به مې تر ستر ګو شول چې دغرونو نه اوارو ميدانونوته راښکته کيږي او دپښتنو شاه زلميانونيغې شملې او ځلانده سر نيزې يې بدرگه کوي.زه به په دغه سوچونو کې ډوب وم چې دمينې مور ناڅاپه راباندې غږ وکړ: له دغه پرديسه (کابلي والا) نه وډارشه!

مابه دمينې مور ته ډاډ ورکړ هيڅ خبره هم نشته ته ولې دومره بد ګومانه يې؟

هغې به راته ويل:

داخلک ماشومان نه غلا کوي ؟

په کابل کې دماشومانو غلا کول نشته؟

مابه ورته ويلې دا ټولې آوازې دي او آوازې سړى بايد ونه مني،خو هغه به زما په دې خبرو نه قانع کيدله او زما خبرې يې ښې زړه ته نه لويدلې.

کابلي والا به په کال کې يو ځلې خپل هيواد او کورته ته.کله به يې چې خپل هيواد ته دتللوشپې او ورځې رانږدې شوې نو دى به ډيربوخت و،دخلکو نه به يې خپل پورونه راټولول،دکور لپاره به يې پيسي او سوغاتونه برابرول،خوماليدل سره له دې چې دى به ډير بوخت و خويو ځلې به ضرور دميني ليدلو ته راته. که سهار به يې وخت نه پيدا کاوه نو مازديګر به حتمي دمينې دليدلو لپاره راته.زه په دې خبره لږ شانتې بد ګومانه شوم چې دده په هره ورځې راتلو کې کوم چل نه وي ،خو بيا به مې چې وليدل چې مينې ته په ډيره مينه ښه راغلى وايي او هماغه پخوانۍ ټوکې ورسره تکراروي نو بيا ډادمن شوم او دکابلي والا په اړوند مې بد ګومااني ليرې شوه.

خپل هيواد ته دکابلي والا دتګ وخت نږدې شوى و .يوه ورځ ناڅاپه چې ما دخپل ناول پروفونه لوستل دسهار اته بجې وې،هواډيره سړه وه او پر مذهب ټينگ هندوان د مندېرونو نه په داسې حال کې چې دسړې هوا له کبله يې خپل مخونه پټ کړي وو خپلو کورونو ته ستنيدل نو په دغه وخت کې مې يوغږ او شور تر غوږونو شواو چې دکړکۍ نه مې دباندې وکتل نو دوو تنو پو ليسانو کا بلي والا تر مټو نيولى دى او دتهاڼي خواته يې کشوي او د وړو ماشومانو ډله ورپسې ده او شور ماشور او هاى او هوى جوړشوى دى او دکابلي والا پر جامو دوينو څو څاڅکي هم ښکاري او ديوه پو ليس په لاس کې چاړه هم ده. زه په ډير تلوار سره بهر ووتلم،پوليسان مې ودرول او پوښتنه مې ځينې وکړله چې څه پيښه شوې ده چې کابلي واﻻله ځانه سره تهاڼي ته بيايئ ، خو وروسته داپته ولگيدله چې کابلي والا پر چا يو پټو خرڅ کړى و او هغه سړى يې پر پيسو منکره شوى واو خبره جنگ جگړې ته رسيدلې وه او کابلي والا ته هم غوسه او قهر ورغلى او هغه سړى يې وهلى دى. سره له دې چې کابلي والا دپوليسو له خو اتهاڼې ته بيول کيږي ،خو بيا هم هغه سړي ته چې دده په پيسو منکره شوى و بد اورد وايې او په غوسه دى.په دغه وخت کې ناڅاپه زما لور مينې دکور په برنډه کې راښکاره شوه او کابلي والا ته يې ورنارې کړې( او کابلي والا! او کابلي والا!)

کابلي والا چې دمينې غږ واوريد نو سمدلاسه يې په حالت کې بدلون راغى او غلى غوندې شو،مينې چې دکابلي والا پر اوږو بورۍ ونه ليدله لومړى يې دويرې ترې پو ښتنه ونه کړله ،خو دويم ځل يې ورته وويل: ( دخسر(سخر) کره دې ځي؟ کابلي والا ورته وخندل اوورته يې وويل : هو دخسر ( سخر) کره ځم. خو دکابلي والا ځواب مينې ونه خندوله اودکابلي والا هم دې خبرې ته پا م شو او مينې ته يې ور غږ کړ: څه وکړم لاسونه مې تړلي دي که نه نو اوس به مې خسر(سخر) ټوټې ټوټې او ټوک ټوک کړاى واى؟

دکابلي والا پر دې خبرې مينې وخندل او پو ليسانو کابلي والا دتهاڼي خواته بوته. وروسته بيا پر کابلي والا باندې څو کلونه بند راوخوت ځکه دهغه سړي دوژلو کو ښښ يې کړى و. مياشتي او کلونه تير شول او دوخت په تيريدو سره کابلي والا هم زموږ هير شو. موږ دخپل ژوندانه په خوندونو کې ډوب وو او دا خبره مو خيال او ذهن کې هم نه گرځيدله چې زموږ داسې يوپټا ن دوست په زندان کې شپې او ورځې تيروي او زه شرميږم چې ووايم زما لور مينې هم دخپلو ټوکو ټکالو ملگرى هير کړ. مينې نه يوازې کابلي والا هير کړ،بلکې زما او ددې تر مينځ خبرې اترې هم ترې هيرې شوې. نوره مينې زما خونې ته نه راتله ،ځکه ه دلوبو ملگرې يې پيدا کړې وې او تل به له هغو سره په لو بو بوخته وه.

کلونه او مياشتې تيرې شوې او موږ دمينې دواده اراده وکړه او هغه وخت راغى چې زموږ دکورنۍ رڼا به د نورو کورونه رڼا کړي او موږ به په تيارو کې پريږدي.

يوه شپه باران اوريدلى و،ګهيځ ټول شيان رو ښانه او صاف ښکاره کيدل.دلمر زرينو وړانگو او شغلو زموږدښار خاورينو ديوالونو ته ځانگړې ښکلا ور بخښلې وه.زموږ په کو رکې نارینه او ښځې په بیړه اخوا دیخواخوځیدل، څراغونه یې ځړول او فرشونه یې غوړول او کوټې او برنډې یې پاکولې او هغه یې ښایسته کولې ، داځکه چې نن زما دلور (مینې ) واده و. زه دخپل کار په کوټه کې ناست وم او حسابونه مې سنجول، په دغه ترڅ کې یو سړی زما دکور په دروازه راننوت او په ډیر درناوي او ادب یې سلام وکړ او زما مخې ته ودرید، خو ما په لومړني ځل کتو دی ونه پیژانده ، خکه یې نه خپله هغه بورۍ پر اوږه وه او نه یې هم څڼې غوړې وې. دده په څیره کې هغه تازه والی او په بدن کې یې هغه پیاوړتیا او غښتلتوب هم نه لیدل کیده چې یو وخت ما لیدلی و،تر څو چې مسکی شو او ما وپیژانده چې دا خو هغه کابلی والا دی.ماترې وپوښتل : څه وخت راغلی یې ؟

ده راته په ځواب کې وویل: چې بیګا له زندانه خوشي شوی یم .

زه دزندان له نامه نه کرکه کومه او تل مې له زندان نه بد راتلل او په زړه کې مې داخبره وګرځیدله چې نن زما دلور مینې واده دښادۍ په کارونو بوخت یم، کاشکې چې دغه شوم بندی(کابلي والا ) نه وای راغلی او سملاسی مې ده ته وویل : ((نن زموږ کره دښادۍ او خوشالۍ مراسم دی، زه هم دواده په کارونو لګیا او بوخت یم ، خوښه دې نه ده چې بله ورځ دلته راشې؟ ))

کاتبلي والا چې داخبره واوریدله سمدلاسه روان شو، خو چې ددروازې خولې ته نږدې شو مخ یې راواړاوه او راته یې وویل : ښاغلیه! زه کولای شم یو وار ستاسو هغه کوچنۍ او ورکوټې لور

( مینې ) ووینمه؟

کابلی والا ښایې داسې ګومان کاوه چې مینې به لا تر اوسه وړه وی او کله یې چې پر ده سترګې ولګیږی نو ده تاه به ووایې ای کابلی والا !ای کابلي والا! او دده سره به ټوکې وکړي او ورته به وخاندي .په دې وخت کې ځیر شوم چې دکابلی والا په لاس کې یوه کاغذي کڅوړه ده چې انګور پکې دي او کابلي والا دا انګور له خپل یوه بل هیوادوال نه اخیستلي دي، ځکه ده خو هیڅ هم نه درلودل او نوی او تازه له بنده راخوشي شوی و . ما دده دپو ښتنې په ځواب کې کابلي والا ته داسې وویل :

ما درته مخکې وویل چې نن زموږ کره ښادي ده نو په هیڅ ډول داخبره ممکنه نه ده چې ته مینې وګورې . زما په دې ځواب سره کابلي والا سخت خواشینی شو، خدای پامانی یې راسره وکړه او خدایږو زه هم دده په خواشینۍ او ناهیلۍ سخت خپه شوم او غوښتل مې چې بیرته ورته غږ وکړم چې راشه ،خو ومې لیدل چې کابلي والا پخپله زما خواته رانږدې شو او هغه کاغذي کڅوړه يې چې انګور پکې وو راته ونیوله او راته یې وویل چې دا واخله ما ستا کوچنۍ لور مینې ته انګور راوړي دي او دا انګور هغې ته ورکړه! .

ما چې له کابلي والا نه دانګورو کڅوړه واخیستله نو لاس مې خپل جیب ته کړ چې ده ته څو آنې ورکړم ،خو کابلي والا زما لاس ټینګ ونیوه او په غمجنه لهجه یې راته وویل :

ته ډیر مهربانه یې زه دانګورو بیه نه اخلم. ته هم کوچنۍ لور لرې او زه هم په خپل هیواد کې یوه داسې کوچنۍ او ورکوټې لور لرم او هر وخت مې یادیږي . نن هم له مانه په کلونو کلونو بیله او جلا لور راپه یاد شوه او دخپلې هغې کوچنۍ لور په یاد مې ستا لورته دغه انګور راوړل . ما غوښتل چې دمینې په لیدلو دخپلې کو چنۍ لورکۍ دلیدلو تنده ماته کړم او ما دا انګور دپیسو لپاره نه دي راوړي .

تر دې وروسته کابلي والا لاس خپل جیب ته کړاو یو زوړ او شلیدلی کاغذ یې دخپل جیبه راوایست او په ډیر احتیاط یې زماپر میز کیښود. ماچې ورته په ځیر سره وکتل پر دغه کاغذ نه دچا انځور (تصویر) واو نه هم کومه لیکنه پرې شوې وه یوازې پر سیاهي باندې دیو کوچنی ماشوم دلاس چاپه کښلې شوی و ه او زه پوه شوم چې دا دده دکوچنۍ لور د وړو لاسونو نښه ده چې کابلي والا دیادګار په توګه له ځانه سره ساتلې وه او په کلکته کې به چې دمیوو دخر څولو نه کله وزګارشو نو د خپلې کو چنۍ لور دلا س دچاپې په لیدلو سره به یې دخپل غمجن زړه تسلي کوله اوداسې بریښیدله چې دغه یادګار به یې په زرګونو وارې ښکل کړی او په خپلو ستر ګو به یې مښلی وي .

ما چې داحالت ولید نو له ستر ګو مې او ښکې راتوی شوې او ومې لیدل چې زه او کابلی والا په یوه صف او کتار کې ولاړ یو .، دی هم پلار دی او زه هم پلار یم . دکابلي والا زړه دخپلې ګرانې لور پسې کړیږي او زه هم د خپلې لور په مینه کې همداسې لیونی یم .

څوک مې ولیږل اوورته مې وویل چې که هر څومره زر کیدای شی مینې راولئ چې دخپل کو چنیوالی ملګری او انډیوال کابلي والا وویني . دمینې مور او نورو دوستانو داخبره خوښه نکړله او په دې اړوند یې ډیر دلیلونه وړاندې کړل ، خو ما ددوی یوه خبره او یو دلیل هم ونه مانه او په پای کې مجبورشول چې مینې راولي چې کابلي والا هغه وویني . په دغه وخت کې یې میني راوستله، هغې سوررنګه ساړۍ تړلې وه، دسوندرو(سیندرو ) خال یې پر تندي وهلی و او دناویتوب په جامو او سینګار کې یې ښکلا یو په دوه شوې وه . کابلي والا چې میني ولیدله نو دحیرانتیا په وجه یې خوله وازه پاتې شوه، دټوکو توان یې له لاسه ورکړی و، یوه شیبه غلی پاتې شو، خو په پای کې یې مینې ته وکتل اوورته یې وویل :ورکوټې انجلۍ ( جینۍ ) دخسر (سخر ) کره ځي ؟

او س مینې دخسر په ما نا وپو هیدله او نه یې شول کولای کابلی والا ته دکوچنیوالي ځواب ورکړي ، له شرمه شنه او سره شوه او دناوې په ډول یې سرښکته واچاوه او روانه شوه .

کله چې مینې لاړه نو کابلی والا یو سوړ اسویلي وکیښ ،پر ځمکه کیناست او په فکرونو او سو چونو کې ډوب شو او دې خبرې ته یې پام شو چې دده وړه او کو چنۍ لور به هم اوس پیغله شوي وي او دخپل پلار دلیدلو په ارمان به وي ،ځکه چې داتو کلونو راهیسې یې خپل پلار نه دي لیدلی او خدای پوهیږي چې په دغو تیرو اتو کلونو کې به پر هغې څه ډول خوارۍ او ستونزې راغلې وي .

دشهنایی غږ دواده په مراسمو کې په دیر شور او زوږ سره اوریدل کیده ، خو پردیسي کابلي والا دکلکتې په ښار کې پر ځمکه ناست واو په سو چونو کې یې دافغانستان دلوړو او دنګو دنګو غرونه يې یو په پسې تر ستر ګو کیدل . په دغه وخت کې ما یو څه لوټونه (پیسې ) له جیبه را وایستلې او کابلي والا ته مې ورکړلې اوورته مې وویل : ځه خپل هیواد ته لاړشه ، خدای دې خپل هیواد ته ستا تګ زماپه لور پورې بختور کړي چې دښې راتلونکي پیلامه یې شی . ما چې دغه پیسې کابلي والا ته ورکړې په کور کې هغو مره پيسې راسره پاتې نه شوې چې په کور کې مینابازار جوړ کړم او یا هم بینډ باجه دلور واده ته راوبولم چې دبینډ باجې نشتوالي ښځې ډیرې خواشینې او خپه کړې او زما په غندلو سر شوې ،خو ما فکر کاوه چې زما دلور واده تر پخوالازیات پر تمین او رنګین شوی دی ځکه چې دواده په څو پيسو به یو پر دیسي پلار وروسته تر اتو نهو کلونو په لیرې هیواد کې خپله نازولې لور وګوري۔

Comments

Comments powered by Disqus

کابلي واله, ډاکټر لطیف یاد
د خېبر وېب پاڼې باندې په 30 مارچ 2014 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)