Fox and Wolf Zabeehullah Sharifi

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ګدړی او ليوو کيسه, ذبیح لله شریفي
د خېبر وېب پاڼې باندې په27 نومبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ګدړی او ليوو کيسه

ذبیح لله شریفي

خپرؤنو نېټه: 27 نومبر 2011

وای یوه ورځ په یوه وچ زنګله کی یو لیوو او یوه ګډړه سره مخ شول ګدړی له لیوو نه پښتنه وکړه چی ولی داسی سرګردانه ګرځی راګرځی څه چل درباندی شوی چی خپه خپه یی لیوو ورته وویل چی ته ولی داسی غمجه ښکاری ګدړی ورته وویل چی تندی په سر اخیستی یم په خدای ډیره تږی شوی یمه اوبه نه پیدا کیږی۔

لوو ورته وویل چی زما هم همدغه حال ده اوبه نه راته پیدا کیږی ځکه سرګردانه یم ۔۔خو دوۍ دواړه سره جوړه یو ځای روان ول۔ بعد له ډیر مزله چی ډیر حلاک حلاک ول یوه څا یی مخ ته راغله چی ګوری څا ډیره غوچه ده او اوبه لږ لږ په کی ښکاري۔ اوس باید یو څوک په کی ورکته شی چی وبه ډولچی ته ور واچوی راجګی یی کړي۔ خو ګډړی او لیوو بعد له ډیرو خبرو اترو تسمیم سره ونیاوه چی باید یو نفر باید څاته لاندی ور کته شی چی وبه راجګی کړی۔ خو بلاخره لیوو څاته ورکته شو او ډولچه یی له وبو نه ډکه کړه او ګدړی ته یی غږ وکړ چی ډولچه در جګه کړه۔ کله چی کدړی دولچه راجګه کړه وبه یی وڅکلی او په اظافه وبو یی ځان هم لوند کړ۔ لیوو غږ په راوکړ چی و ګدړی دولچه راکته کړه چی زه اوس بیرته دروخیزم۔ ګدړی په ډیره قه قه خندا باندی ورته وویل چی و لیوه ته ما نه پی ځنی چی زه څوک یم۔ لیوو ورته وویل چی پی ځنم دی چی ته ګدړه یی۔

بیا ګدړی په ډیر قه قه خندا باندی ورته وویل چی ولی ته زما له چل او ول فریب کاری نه خبر نه یی؟ لیوو ورته په ځواب کی وویل نا ولی؟ ګدړی ورته وویل چی پوهیږم کم بخته ساده لیوو ګیه که زه له چاسره چل فریب ونه کړم بیا خو زما نوم باید ګدړه نوی او ودی لدل چی څنګه چل می درباندی وکړ او زه اوس درنه ځم د خدای په امان چی بیا شپه راځی او زه باید خپل ځای ته ځان ورسوم او ستا هم خدای مل شه۔

هم هغه وو چی ګدړه لاړه حرکت یی وکړ له څانه او بی چاره لیوو یی لاندی څا کی تنها پریښود۔ خو بعد له یو څه زنډ نه کاروانیان تیردل چی ګوری لاندی څاکی لیوو پروت ده او کوکی وهی۔ کاروانیانو لیوو له څا نه راجګ کړ راوویسته او لاړ په خپله مخه باندی بعد له ډیرو کلو لیوو او کدړه بیا سره مخ شول۔ ګیدړه ډیره وډاره شوه چی لیوو خو می وژنی ژوندی می نه پریږدي۔ خو لیوو راغی ګدړی ته یی په ډیر خوښی خوشحالی باندی یی پښتنه ورنه وکړه ورته یی وویل چی ګدړی څنګه یی ؟ګدړی ورته وویل چی ښه یم ، ته څنګه یی او له څانه څنګه راووتلی؟ لیوو په ډیره خوښی ورته وویل چی بس د خدای پاک رحم ترحم وکړ راووتلم ۔ لیوو بیا ګدړی ته وویل چی ګدړی زما یو وړوکی شان کار ده که دی کار کی ته کمک یا مرسته راسره وکړی مهربانی به د وي۔

ګدړی ورته وویل چی وایه لیوو زه ستا هر کمک ته اماده یم او هر څه می چی له وسه کیږی درسره کومه یی۔ لیوو ورته وویل چی دا تبر در واخله او ما ښه په زوره باندی په ملا کی په ووهه۔ ګدړی ورته وویل چی و لیوو دا څه کوی خپل ځان وهی دا څرنګه لیونتوب ده؟ خو بعد له ډیرو خبرو اترو ګدړی په لیوو باندی وار وکړ او د لیوو په ملا کی یو ښه غټ داغ پاتی شو۔ لیوو بیا ګدړی ته وویل چی ځه اوس د په مخه ښه شه۔ چی په کومه خوا ځی لاړه شه۔

خو بلاخره بعد له یو ډیر زڼډ نه بعد لیوو او ګیدړه بیا سره مخ شو او یو بل سره یی پښتنه او ګریګنه وکړه۔ ګدړی لیوو ته وویل چی لیوو زه د ډیره ایرانه کړم چی تا ولی تبر ماته راکړ او ته می په ووهلی زه پوهه نه شوم چی ولی د داسی وکړل۔ ماخو تاسره دوکه یا چل فریب هم کړی وو اخیر د څه لپاره او ماته د هیڅ ونه ویل۔ لیوو په ډیر قه قه خندا باندی ورته وویل چی تا ولی زه په څاکی تنها پریښودم او رانه لاړی۔ ګدړی ورته وویل چی ما شک کاوو که ته راجګ شی ما به وخری زه له تانه وډاره شوم۔ په دغه خاتر باندی می تنها پریښودی په څاکی او زه هیرانه په د یم چی تا ولی وبښه لم۔ او ځان د هم په ما وواهه۔ لیوو ورته وویل چی ګدړی کله نه چی تا زه تنها پریښودم په څاکی خدای پاک په ما باندی ډیر غټ رحم وکړ کاروانیان راغلل زه راوښکلم له څانه او هغه تا چی کوم وار د تبر راباندی وکړ هغه هم دغه ده جوړ شو درد او زخم یی ورک شو۔ خو ولی هغه کومه نامردي د چی راسره وکړه یا ستا په وینا چل فریب شک د راسره وکړ

هغه درد زخم زما په زړه باندی هم هغه شان پاتی شو په دغه خاتر باندی می تا ته تبر در کړ چی ما په ووه چی بیا درته وښیم چی دغه ده د تبر زخم درد ورک شو۔ او ستا د چل فریب د شک داغ لا په زړه کی لرم چی هیڅ کله به هم ورک نه شی۔ په دغه خاتر باندی می تاته تبر درکړ چی ما په ووهی چی د نامردی یا ناځوانی په درد غم باندی پوهه شی۔ اوس ځه لاړه شه ګدړی په مخ د زړی ګولونه د خدای پامان خدای د مل شه۔

دا وه د ګدړی او لیوو کیسه

Comments

Comments powered by Disqus

ګدړی او ليوو کيسه, ذبیح لله شریفي
د خېبر وېب پاڼې باندې په 27 نومبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)