Faraz Shanasi

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

فرض شناسي, حميد الله زاهد
د خېبر وېب پاڼې باندې په19 نومبر 2003 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



فرض شناسي

حميد الله زاهد

خپرؤنو نېټه: 19 نومبر 2003

شيرعالم د خپلې لور پاغوندې سره ډيره مينه کوله ځکه چې په ټول کائنات کښې ئې هم دغه يوه وارثه پاتې وه. پاغونده لا په دويم جماعت کښې وه چې مور ئې په حق ورسيده، خو شير عالم هم خپلې لور ته د دې دمور د مرګ نه پس هيڅ کمے ورنکړو او دهغې د هر خواهش خيال به ئې ساتلو. شير عالم دپنځلسو کالو راسې هم په يوه علاقه کښې خپله ډيوټى کوله. دومره موده په يوه علاقه کښې تيرولو وجه د شير عالم فرض شناسى وه. ترڅو به ئې چې ډاک ويشلے او امانتونه به ئې مالک ته رسولى نۀ وؤ کور ته به نۀ تللو.

پاغونده اوس په يونيورسټۍ کښې وه. خپل تعليم سره ئې بې کچه مينه وه ولې دغه مينه ئې هله کمزورې شوه چې سليم د پاغوندې د زلفو اسير شو او دې سره پاغونده هم د سليم د مينې او شخصيت نه متاثره شوه. پاغونده به اکثر په زړۀ کښې ويريدله چې هسې نه بابا جان ته مې پته ولګى، سليم به چې کله پرې پوئى شو نو زر به ئې ډاډګيرنه ورکړه چې ( مينه کول څه ګناه نۀ ده او بيا زۀ خو زر تر زره خپل مور پلار ستا کور ته درليږم). پاغوندې د ګرمۍ چوټيانې په کور تيرولې خو د سليم مينې ترې هر څه هير کړى وؤ. داهم ترې هير وؤ چې د شير عالم ډيوټى هم په هاغه ځائې وى چرته چې سليم د کرائې په يوه ورکوټې شان کمره کښې د خپل ملګرى سره د تعليم په غرض اوسيږى.

يوه ورځ شير عالم د ډاک د پاره ډاک خانې ته لاړو نو ملګرى ورله زيرے ورکړو ( جنرل پوسټ ماسټر صيب به ستا په ښه کارکردګۍ تاله انعام درکوى). هر کله چې داخبره شير عالم واوريدله نو ډير خوشحاله شو. زر زر ئې ډاک راغونډ کړو او ويشل ئې شروع کړ چې کله ئې اخرى خط ته وکتل نو خط ليک ورته د خپلې لور پاغوندې ښکاره شو.

ډير په خفګان او شک ئې را واخستو. په لاره ئې زړۀ له په دې تسلى ورکړه چې نۀ دا به د دۀ وهم وى خو شک ئې هله په يقين بدل شوه کله چې دۀ د کمرې ور ووهلو، دسليم ملګرى ترې خط واخستو او سليم له ئې اواز ورکړو (راته د زړۀ ارمان دې پوره شو د پاغوندې خط راغلے دے) بس دغه خبره اوريدل وؤ چې د شير عالم په رپيدو شو سترګې ئې دغصې نه سرې او د اوښکو ډکې شوې. خولې پرې داسې راماتې شوې لکه چې د پشکال ګرمى وى.

بس د غصې نه دومره بې قابوشو چې د سليم ملګرى ورسره جوخت ولاړ ؤ لاس ئې ورته د اچولو د پاره ور وړاندې کړو خو په دغه وخت کښې سليم زر د خوشحالۍ نه سل روپۍ ورته په لاس کيښودې. د شير عالم پام ئې سلو روپو پله کړو او سليم ور بند کړو.

شير عالم ورته بيرته ور ووهلو او سل روپۍ ئې د ور د لاندې ورګذار کړې او سليم له ئې اواز ورکړو ( نه دا زما فرض و) او منډه ئې کړه. په ټوله لار ئې ځان سره هم دغه وئيل (( دا زما فرض ؤ، دا زما فرض ؤ)). ورځ خو ټوله شير عالم لکه د ليونو بهر تيره کړه. دومره بې حاله شوے ؤ چې خپلو ملګرو کورته راوستو. شير عالم چې دانعام اخستو وخت راغے نو لا سټيج ته ورغلے نۀ ؤ چې په ناستو کسانو کښې هم هاغه سړى جنرل پوسټ ماسټر صيب ته اواز ورکړو چې ( جناب هم دشير عالم غوندې سړے د دې انعام حقدار کيدے شى چې د خپلې لور ډاک ئې د هغې اشنا ته په وخت رسولے دے).

دا خبره اوريدل وؤ چې ټول هال د خندا نه په لړزيدو شو او خلقو دومره وخندل چې د خندا شور شير عالم د خوب نه راپاڅولو. چې کله ئې سترګې وغړولې خو غرمه شوې وه د ډيوټۍ پرې هم ناوخته شوے ؤ. کله چې د کټ نه راپاڅيدو نو په کور کښې ئې يوه ښځه او سړے وليدل. ستړى مشى ئې ورسره وکړل. لا لږ شان ناست وؤ چې پاغوندې پرې اواز وکړو (بابا جان دا زما د کلاس فيلو د سيلم مور او پلار دى). داخبره ئې لا سمه اوريدلې نۀ وه چې د ميلمنو نه را پاڅيدو او خپله بسته ئې را واخيسته (زۀ ډيوټۍ ته ځم). خو ولې ميلمنو ايسارکړو او ورته ئې وويل چې مونږ خبر يو چې په تاخپله لور او ډيوټى دواړه ګران دى او باقاعدګۍ او فرض شناسۍ سره ددواړو خيال ساتې، مونږ تانه ستا ډيوټى نۀ ستا لور غواړو ځکه چې داهم ستا فرض دے، شير عالم په سوچ کښې پريوتو او ځان سره ئې ووئيل چې ((هو، داهم فرض دى)) او خپله ګرانه لور ئې سليم ته په نکاح کړه.

Comments

Comments powered by Disqus

فرض شناسي, حميد الله زاهد
د خېبر وېب پاڼې باندې په 19 نومبر 2003 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)