|
الفصل ثانۍ فۍ منع هوۍ النفس |
- 13 -
|
Fa'Ina Ammarati Bi'soo'e Maa Ta'azzat |
|
په دۍ کښۍ هيڅ شک نيشته چۍ ځما نفس ما ته د بدو پله ور ديکه کوۍ خو اوس ده بډا توب کښۍ چۍ دغه نفس ته يو يره ورځۍ چۍ نادانۍ مه کوه خو نفس بيا هم نه منع کيږۍ |
- 14 -
|
Wala
A'adtu Minal Fe'lel-Jameele Qiraa |
|
هغه ميلمه چۍ په ځما سر باندې نيامده راغلو او ځه ترې نه خبر نه ولمه، ما هغه سم خاطر نه وکړو ځکه چۍ ځما نفس ځه دۍ ته پري نه خودلمه |
- 15 -
|
Lo Quntu
A'lamu Anni Maa Uwaqiruhu |
|
که ما ته دا پته وه چۍ ځه به د هغه ميلمه قدر نه کړۍ شمه نو ما به خپل دا سپين ويخته پټ کړۍ ولل |
- 16 -
|
Ma'n'li
Biraddijimahi-Min Ghawayatiha |
|
هغه به څوک وۍ چۍ ځما ده ګمراه نفس سرکشۍ به زمه واخلۍ، بالکل هم هکه رنګۍ چۍ څنګه د سرکش اسونو ته لګام اچولو باندې هغه منع شۍ |
- 17 -
|
Wa-Nafsu
Ka-Tifle In Tuhmilhu Shabba Alaa |
|
ده نفس مثال پئ څکلو وال بچۍ غوندۍ دۍ، چۍ که پئ څکلو ته يې پريدۍ نو هغه په پئ څکلو په محبت کښۍ لوئ شۍ او که په هغه باندې پئ بندې شۍ نو هغه به پئ نه څکلو باندې لوئ شۍ |
- 18 -
|
Fasrif
Hawaha Wahaazir An Tuwaliyahu |
|
نو ځکه ته په خپل نفس باندې قابو اوساته او د هغه خبر اخله او هغه نه خپل حاکم مه جوړوه ځکه چۍ په چا باندې خپل نفس بر شۍ نو هغه خوار هلاک کړۍ او يا يې سست کړۍ |
- 19 -
|
Waraa'eha
Wa'hya Fil-A'maale Saa'imatun |
|
خپل نفس خيال ساته او حفاظت يې کوه چۍ که چرۍ هغه په عملو کښۍ چريږۍ او هغه چريدل خه کنړۍ نو دغه چريداه ته يې مه پريږده |
- 20 -
|
Kam
Hasanat Lazzata-Lil Mar'e Qatilatan |
|
نفس څو څو ځله خپل خواهشات په ډير خه نمونه تا ته به تر وړاندې کوې خو هغه د نفس دې پاره خه نه وۍ خو دا نادان په دې نه پوهيږۍ چۍ کله کله په خوندناکو ډوډئ کښۍ هم زهر پټيدلۍ شۍ |
- 21 -
|
Wakhsha-Ddasaa'isa Min Joo'in-wa Min Shab'in |
|
د مستۍ او ډکه خيټه مړيدلو نقصاناتو نه وئيريږه ځکه چۍ کله کله ډير خوړل ستا په وږۍ باندې بد اثرات اوچوۍ |
- 22 -
|
Wastafrighi-Dam'a Min Ainin Qadimtalat |
|
ستا دغه سترګۍ چۍ په فتنه کښۍ اينختۍ، هغه په خه ډير ژړاګانو باندې پاک کړه او په خپل ګناهونو باندې نادم شه او توبه وکړه او بيا په هغه توبو باندې قائم شه |
- 23 -
|
Wakhalife-Nafsa Wa-Shaitaana Wa'sihima |
|
د نفس او شيطان په هر لورې باندې مخالفت کړه او په دوئ دواړو وئينه باندې مه ځه او که دوئ دواړه په اخلاصه باندې تا ته نصيحت کړې نو بيا يې هم دروغ کنړه |
- 24 -
|
Walaa
Tute' Minhuma Khasman-Wala Hakaman |
|
د دوئ دواړو يعنۍ نفس و شيطان وال په هيڅ لور باندې اطاعت چۍ وه نکړۍ ايا دوئ ستا مخالفت کوې او يا عادل تر ته جوړ شۍ او انصاف کړۍ. د دوئ دواړو مکر و دروغو باندې خبر شه |
- 25 -
|
astaghfirullaha min qawlin bila `amalin |
|
او ابتر ژغيداه نه هم خدائ پاک پناه غواړه ځکه چۍ بۍ عمله خبره کول داسې مثال دۍ لکه چۍ شانډې ته اولاد ور منسوب کړې |
- 26 -
|
amartuka al-khayra lakin ma atmartu bihi |
|
نورو ته خو ده خه کولو نصيحت کومه خو په خپله نه کړمه. نو چۍ ځه په خپله سم نه درومه نو ځما ده سمه باندې تلږ نصيحت سنګه په سمه لور تلې شۍ؟ |
- 27 -
|
wa la tazawwadtu qabla al-mawti nafilatan
|
|
ده خپل مرګ نه مخکښۍ ما ده نفلو عبادتونو هيڅ لورې برابر نه کړو. نه مۍ د فرض لمنځ علاوه نفل لمنځ وکړل او نه د فرض روجو علاوه نفل روژۍ اونيولۍ |