![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
اسماء حسنۍليک : مولانه منظور احمد نعمانيپه ترمزي شريف کښ حضرت ابو هريره (رض) نه نقل دې جې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائېلي چې د خدائ دا نومونه دي: ترجمه:
تشريح: دحضرت ابو هريره رضى الله عنه ددې حديث ابتدائى حصه بلکل هغه ده کوم چې دصحيحينوپه حواله سره اوس پورته نقل شويده البته په دې کښې ديوکم سلو نومونو تفصيل هم دے چې دصحيحينو په روايت کښې نشته په دې بنا دبعضې محدثينو اوشار حينو دحديث دا رائې ده چې دحديث مرفوع يعنى درسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد بس دغه قدرې دے څومره چې دصحيحينوپه روايت کښې دى يعنى ان الله تسعة وتسعين اسما ماته الاواحدامن احصاهادخل الجنة اودترمذى په دې روايت کښې اودغه شان دابن ماجه او حاکم وغيره په روايتونو کښې چې کوم يو کم سل نومونه په تفصيل سره ذکر شوى دى هغه دارشاد نبوى جز نه دے بلکې دحضرت ابوهريره بلا واسطه يا بالواسطه چا شاګرد دحديث داجمال تفصيل او دالهام دتفسير په طور په قران مجيد کښې او حديث کښې وار د شوى دا اسماء الهيه ذکر کړى دى . ګويا دمحديثنو په اصطلاح کښې دا اسماء حسنى مدرج دى ددې يوه قرينه داهم ده چې دترمذى او ابن ماجه اوحاکم په رواياتو کښې چې ديوکم سلو نومونو کوم تفصيل ذکر کړے شوے دے په هغې کښې ډير لوئې فرق او اختلاف دے که چرې دايوکم سل اسماء ئې حسنى درسول الله صلى الله عليه وسلم تعليم اوفرمائيلى شوے وے نو په دې کښې دومره اختلاف اوفرق ناممکن ؤ . په هرحال داخو دفن حديث او روايت يوبحث دے مګر دومره خبره خودټولو په نزد مسلمه ده چې دترمذى په پورتنى روايت کښې اودغه شان دابن ماجه وغيره په روايتونو کښې چې کوم يوکم سل نومونه اسماء حسنى ذکر کړے شوى دى هغه ټول په قران مجيد او احاديثو کښې ووارد کړے شوىدى اورسول الله صلى الله عليه وسلم چې ديوکم سلونومونو الهيه په احصا باندې ياپه محفوظ کولو باندې کوم زيرے اورولے دے دهغې هغه بندګان يقيناً مستحق دى کوم چې داخلاص اوعظمت سره دا اسمائے حسنى محفوظ کړى او ددې په ذريعه الله تعالى لره ياد کړى . حضرت شاه ولى الله ددې په سبب باندې رڼا اچولې فرمائى کوم صفات کمال چې دحق تعالى دپاره ثابتول په کاردى او دکومو څيزونو چې ددۀ دذات پاک کول پکاروى په دې يوکم سلو اسمائے حسنى کښې هغه هرڅه راځى . په دې بناء باندې دا اسمائے حسنى دالله تعالى او دمعرفت مکمل اوصالح نصاب دے او ددې وجې نه ددې په مجموعه کښې ډير زيات برکت دے اوپه عالم قدس کښې دې ته خاص قبوليت حاصل دے او هرکله چې دچابنده په عملنامه کښې دا اسمائے حسنى ليکلى وى نودادهغه په حق کښې درحمت الهى دفيصلې موجب وى . دترمذى په پورتنى روايت کښې چې کوم سل اسمائے حسنى ذکر کړے شوى دى په هغې کښې خودوه حصې په دريو کښې په قران مجيد کښې ذکر شوى دى اوباقى په حديثونوکښې وارد دى . حضرت امام جعفر صادق وغيره کومو صاحبانو چې دعوې کړې ده چې دالله تعالى يوکم سل نومونه په قران مجيد کښې موجوددى د هغې ذکر اوس پورته شوے دے اوپه دې سلسله کښې دحافظ ابن حجر داخرى کوشش هم حواله ورکړے شوې ده چې هغوى صرف دقران مجيد نه هغه يوکم سل نومونه دخدائې تعالى راويستلى دى چې په خپل اصلى شکل کښې په قران کښې موجود دى . که چرې ددې محدثينو اوشارحينو خبره ومنلے شى دکومو چې رائې ده چې ترمذى په پورتنى روايت کښې چې کوم اسمائے حسنى ذکر شوى دى دادحديث مرفوع جزونه دى بلکې دچا راوى دطرف نه مدرج دى يعنى دحديث داجمال دتفصيل په طور باندې هغوى په قران اوحديث کښې دوارد شوو نومونو اضافه کړيده نوبيا دحافظ ابن حجر پيش کړے هغه فهرست قابل ترجيح کيدل په کاردى دکوم چې ټول نومونه بغير دڅه خاص تصرف نه دقران مجيدنه اخستلى شوى دى . مونږه لاندې دهغوى فهرست دفتح البارى نه نقل کوو هغوى اسم ذات الله هم په دې يوکم سلو نومونوکښې ياد کړےدے بلکې دهغې نه ئې دخپل فهرست شروع کړې ده . يوکم سل اسمائے حسنى کوم چې ټول په قران ميجد کښې دى .
يوکم سل اسمائے حسنى کوم چې دترمذى په روايت کښې ذکر دى اودغه شان داکوم چې حافظ ابن حجره دقران مجيد نه ويستلىدى بې شکه چې په دې کښې هريو دمعرفت الهى د روازه ده. علماء دامت په مختلفو زمانوکښې دې په شرح کښې مستقل کتابونه ليکلى دى په مهماتو کښې ددې په ذريعه دعاکول دډيرو اهل الله دخاص معمولاتو نه دى اوددې قبوليت مجرب دے ¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |