علامة دکتور وهبة
الزحيلى پخپل کتاب فقه اسلامى وادلته دويم جلد ٧٥٩ مخ کښې په دې حقله داسې ليکلى دى
چې:
ترجمه : ((دسره زر نصاب
شل مثقاله دے چې دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره دسلو ګرامو سره برابر دے او
دغه شل مثقاله دعجمى په مثقال سره دشپږ نوى ګرامو سره برابر دے، او دغه شل مثقاله
دجمهورو علماو په نزد ديو نوى دوريشت په پنځه ويشت ګرامو سره برابر دے))
د امام ابو حنيفه
رح په مذهب باندې يو مثقال د پنځه ګرامو سره برابر دے، او په عجمى مثقال سره
څلور د اتۀ سوؤ ګرامو سره برابر دے، او د جمهورو علماؤ په نزد يو مثقال د ٦٠، ٣
ګرامو سره برابر دے، درهم شرعى د امام ابو حنيفه رح په مذهب د درې نيم ګرامو سره
برابر دے، درهم شرعى دجمهور علماؤ په نزد 3/208
ګرامو سره برابر دے
نو مونږ د احتياط لۀ
وجې په اقل باندې عمل کوؤ چې هغه شپږ نوى ګرامه دے نو خلاصه مطلب دا شو چې دسرو زرو
نصاب شپږ نوى ګرامه دے يعنې يو مسلمان نارينه وى او کۀ زنانه چې ٩٦ ګرامه ياددې نه
زيات سره زر ولرى نو زکات ورباندې فرض دے نو زکات ئې بيا په دې حساب سره داسې راځى
څرنګه چې 2/400 دنيم مثقال سره برابر دے، ځکه
چې په شل مثقاله سرۀ زرو کښې نيم مثقال سره زر يادهغه قيمت ورکول فرض دى نو اوس کۀ
داندر شير صرافه بازار په ريټ سره ديو ګرام سرۀ زر اووه سوه کلدارې وټاکو. نو حساب
ئې داسې راځى
67200=700 X 96 يعنې دشپږ نوى ګرامه سرۀ زر ټول قيمت اووۀ شپيتۀ زره دوه سوه کلدارې شو نو اوس زکات
ئې چې نيم مثقال سره زر دے چې دا بيا 2/400
ګرامه او څلور سوه ملى سره برابر دے نو ددې قيمت بيا داسې راځى شپاړلس سوه اتيا
کلدارې کيږى نو په همغه حساب سره چې په څلويښتو روپو کښې زکات ئې يو روپۍ دے صحيح
او ټيک راځى مثلا ً ١٦٨٠ کلدار زکات
همدارنګې د سپينو زرو
دزکات په باره کښې په همدغه فقه اسلامى نومې کتاب کښې داسې ليکل شوى دى.
ترجمه : ((دسپينو
زرو نصاب دوه سوه شرعى درهمه دے چې دا بيا د اووۀ سوه ګرامو سره برابر دے او
دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعى درهمه د ٦٤٢ ګرامو سره برابر دے))
نو څرنګه چې دامام ابو
حنيفه رح په مذهب دچاندۍ يا سپين زر نصاب اووۀ سوه ګرامه دے نو هر هغه مسلمان چې
نارينه وى او کۀ زنانه چې اووۀ سوه ګرامه سپين زر يا ددې نه زياته چاندى ولرى نو
زکات ورباندې فرض دے چې داووۀ سوؤ ګرامو څخه بيا اوولس نيم ګرامه چاندى يا سپين زر
او يا ددې قيمت ورکړى مثلا ً په اوسنى ريټ سره کۀ مونږ ديو ګرام چاندۍ قيمت څلويښت
کلدارې وټاکونو حساب ئې 28000 زره کلدارې کيږى
نو زکات ئې بيا 700 روپۍ کيږى
نو په همغه حساب سره چې
په څلويښت روپو کښې يوه روپۍ زکات دے حساب ئې ټيک او درست راځى مثلا ً په اتۀ ويشت
زره کلدارو کښې زکات ئې داسې دے 28000 تقسيم
40 مساوى 700
کلدارې زکات کيږى
تير کال همدغه دزکات په
مياشت کښې يو محترم ليکوال دسرو او سپينو زرو دزکات په باره کښې په اخبار کښې داسې
بيان ورکړے ؤ چې کۀ دچاسره دوه سوه درهمه يعنې دوه ديرش نيمې تولې سپين زر ياددې
کالى موجود وى نو هغه ته ددې څلويښتمه حصه يعنې لس ماشې اووۀ نيمې رتۍ زکات ورکول
پکار دى. ددې نه په کمه باندې زکات واجب نۀ دے
همداشان کۀ دچاسره شل
مثقاله يعنې پنځه تولې دوه نيمې ماشې سره زر وى او يا ددې کالى موجود وى نو ددې
څلويښتمه حصه يعنې يوه ماشه او څلور نيمې رتۍ زکات ورکول په کار دى. ددې نه په کمه
باندې زکات واجب نۀ دے
نو محترم ليکوال بايد د
کتاب نوم، جلداو مخ بايد ذکر کړے وے چې دا مسئله په دغه کتاب کښې ليکل شوى دى و حال
دا چې په فتاوا ودوديه اول جلد ٣٢٢ مخ کښې داسې ليکل شويدى
کۀ چاسره دوه پنځوس
نيمې تولې سپين زر او اووۀ نيمې تولې سرۀ زر وى نو زکات ورباندې واجب دے
همدارنګه مولانا مفتى
محمد شفيع صاحب پخپله رساله اوزان شرعيه ٣٥ مخ کښې هم داسې ليکلى دى: چې د سرو زرو
نصاب زمونږ د ښار په وزن اووۀ نيمې تولې دے نو دسرو زر نصاب پنځه تولې او لس ماشې
او اووۀ نيمې رتۍ ذکر په کوم کتاب کښې راغلے دے؟. محترم ليکوالان بايد په دينى او
شرعى احکامو کښې پوره تحقيق او څيړنه وکړى او ورسره دکتاب نوم جلد او مخ وليکى