| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

دمحسنانو شکريه او دهغو دپاره دعائې خير

ليک : مولانا نعمانى

ورځپاڼه وحدت

دحضرت ابوهريرة رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عله وسلم ارشاد فرمائى چې کوم سړى داحسان کولو والا بنده شکريه ادا نۀ کړه نو هغه دخدائ شکريه ادا نۀ کړه. (مسند احمد، ترمذى)

تشريح: _ په ظاهره دحديث مطلب دادے چې چونکې دالله تعالى داحکم دے چې دکوم بنده دلاس نه چاته څه تحفه يا څه نعمت ميلاؤ شى يا دڅه قسمه احسان وکړى نو دهغه شکريه دې ادا کړے شى او چاچې دغسې ونۀ کړل نو هغه دخدائې هم ناشکرى او نافرمانى وکړه

بعضې شارحينو ددې حديث داهم مطلب بيان کړيدے، چې څوک داحسان کوونکو بنده ګانو شکرګذار نۀ شى هغه دناشکرۍ ددې عادت په وجه سره به دالله هم شکر ګذاره نۀ وى

دحضرت اسامه بن زيد رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عله وسلم فرمائى دکوم سړى سره چې چا څه احسان وکړو او هغه ددې محسن دپاره دا ووئيل دعائې وکړه جزاک الله خيرا، يعنى الله تعالى دې تاله ددې بهتره بدله درکړى نو دۀ ددې دعائيه کلمې په ذريعه دهغه پوره تعريف هم وکړو

تشريح: __ جزاک الله خيرا، په ظاهره يوه دعائيه کلمه ده ليکن دالله بنده چې هر کله دچا احسان کولو والا دپاره په دې الفاظو کښې دعا کوى نو هغه ګويا ددې اظهار او اعتراف کوى چې زۀ ددې دبدلې درکولو نه عاجز يم پس زما کريم پروردګار دې تاله ددې ښه بدله درکړى زۀ هغه ته عرض او استدعا کوم چې ستا ددې احسان دې هغه دخپل شان عالى مطابق بهترينه بدله درکړى دغه شان په دې دعائيه کلمه کښې دهغه احسان کوونکى تعريف او دهغه داحسان قدر شناسى هم پټه پرته ده

دحضرت انس رض نه روايت دے چې هر کله رسول الله صلى الله عله وسلم هجرت وکړو او مدينې ته ئې تشريف راوړو او مهاجرينو دانصارو دميزبانۍ او دهغوى ايثار تجربه وکړه نو يوه ورځ مهاجرين درسول الله صلى الله عليه وسلم په خدمت کښې حاضر شول عرض ئې وکړو چې مونږ چرته داسې خلق نۀ دى ليدلى لکه چې دا خلق دى دچا ځائې ته چې مونږ راغلى يو، (يعنې دمدينې انصار) کۀ دچا سره زياته ده نو هغه ئې په پراخه زړۀ او حوصله سره او په ارت زړۀ سره زمونږ په ميلمستيا خرڅ کړې ده او کۀ دچا سره لږه ده نو په هغې سره ئې هم زمونږ غم خورګى او مدد کړيدے

هغوى زمونږ دمحنت او مشقت ټولې ذمه دارۍ زمونږ دطرف نه پخپله ذمه اخستى دى او په نفع کښې ئې مونږ شريک کړى يو ددوى ددې غير معمولى ايثار نه زمونږ سره انديښنه ده چې ټول اجر او ثواب به ددوى په حصه کښې راشى او په اخرت کښې به مونږ خالى لاس پاتې شو

هغوى صلى الله عله وسلم وفرمائيل چې نه دغسې به نۀ کيږى څو پورې چې تاسوددوى داحسان په عوض کښې ددوى په حق کښې دعا کوئ او ددوىدپاره کلمه دخير وايئ.

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate