| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

په لګان يا حصه باندې زمکه ورکول

ورځپاڼه وحدت

داجارې يو صورت دادے چې خپله زمکه چاله ورکړې چې هغه په دې کښې کرونده کوى او فيصله شوې کرائې دنقدو په شکل کښې ادا کوى چې هغې ته زرلګان وئيلے شى يادنقد لګان په ځائې دحصې فيصله وشى چې دپيداوار دومره حصه به دزمکې مالک ته ورکيدے شى دلاندينيو حديثونو تعلق ددې دواړو قسمونو سره دے

دحضرت عبدالله ابن عمر رض نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخيبر دفتحې نه پس دخيبر زمکه دهغه ځائې يهودانو ته وسپارله په دې شرط باندې چې هغوى دې خوارى کوى او کاشت دې کوى او دپيداوار نيمه حصه به هغوى ته ورکيدے شى (صحيح بخارى)

تشريح : _ دا حديث دالفاظو دلږ فرق سره په صحيح مسلم کښې هم دے په هغې کښې په صراحت سره ددې هم ذکر دے چې دکروندې دزمکې نه علاوه دخيبر نخلستان (دکجورو باغونه) هم رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې شرط باندې دهغه ځائې يهوديانو ته سپارلى وؤ چې دهغې دپيداوار نيمه برخه به هغوى ته ورکيدے شى داګويا دبټائى (حصې) واله معامله وه

دحضرت عمروبن دنيار تابعى بيان دے چې ما جناب طاوس (تابعى) ته يو وار ووئيل چې کۀ تا په برخه (لګان) باندې زمکه ورکول پريښودل نو ښه به وه ولې چې دخلقو خيال دے چې رسول الله ددې نه منع فرمائيلې ده نو هغه وفرمائيل چې طريقه داده چې زۀ کاشتکارو ته دکاشت دپاره زمکه هم ورکوم او ددې نه علاوه هم دهغوى مدد کوم او دامت يو لوئې عالم حضرت عبدالله بن عباس رض ماته ښودلى دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمکه په برخه يا په لګان باندې ورکول نۀ دى منع فرمائيلى. البته دا ئې فرمائيلى وؤ چې خپله زمکه خپل بل ورور له دکاشت دپاره (بغير دڅه معاوضې نه) ورکول ددې نه بهتر دى چې په هغې باندې څه مقرره لګان وصول کړى ( صحيح بخارى ومسلم)

تشريح : __ دعمر بن دينار ددې روايت نه معلومه شوه چې داصحابو او تابعينو په زمانه کښې دځنو حضراتو خيال ؤ چې دخپلې مملوکه زمکې په حصه يا په لګان باندې ورکول درست نۀ دى ليکن دحضرت عبدالله ابن عباس رض مشهور شاګرد او فيض يافته طاوس دحضرت ابن عباس نه دا وضاحت نقل کړو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم داناجائز نۀ دى ګرځولى بلکې په اخلاقى طور ئې فرمائيلى وؤچې خپل چا ورور ته په مقرره لګان يا برخه باندې دزمکې ورکولو نه دابهتره ده چې حسبه لله بغير دڅه معاوضې نه دۀ ته دکاشت دپاره زمکه ورکړے شى

طاوس دحضرت ابن عباس ددې وضاحت او فتوې په رڼا کښې خپلې زمکې په برخه يا لګان باندې ورکولې او ددې کاشتکارانو به ئې دکاشت په اخراجاتو وغيره کښې زياتى امداد او اعانت هم کولو

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate