د حضرت جابر رض نه روايت دے چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم منع فرمائيلې ده
باغ دڅو کلونو دپاره خرڅول. او هغوى صلى الله عليه وسلم حکم فرمائيلے دے
دناګهانى آفاتو نقصان لره دوضع کولو ( صحيح مسلم)
تشريح:
د باغ فصل دډيرو کلونو دپاره دخرڅولو نه ددې دپاره
منع فرمائيلې ده چې دمعلومه نۀ ده ميوه به ونيسى که نه، او باقى به پاتې شى اوکۀ
دڅه ناګهانى حادثې ښکار به شى. په داسې صورت کښې به خريدار عاجز ته سخت نقصان
ورسى او هغه به قيمت ادا کول نۀ واړى چې دهغې نه په جګړه پيدا شى چې دسلو خرابو
جرړه ده دويم حکم په دې حديث کښې داور کړے شويدے که چرې دباغ فصل خرڅ کړے شو او
په ميوه باندې څه افت راغے نو دباغ مالک له پکار دى چې دنقصان لحاظ وساتى په قيمت
کښې کمے او تخفيق وکړى
ظاهره ده چې ددې ټولو احکامو مقصد دمعاملې د
خاوندانو خيرخواهى او پخپل مينځ کښې داختلاف او جګړې نه بچ کول دى او ديو بل سره
د همدردۍ، غمخوارۍ او ايثار او قربانۍ عادى جوړول دى. کوم شے چې درسره فى الحال
موجود نۀ وى دهغې بيع مۀ کوئ
په کاروبارى دنيا کښې دحضور صلى الله عليه وسلم په
زمانه کښې هم داسې کيدل او اوس هم کيږى چې ديو سوداګر سره يو شے موجود نۀ وى او
هغه پدې اميد باندې دهغې سوداکوى چې زۀ په ئې چرته واخل دۀ له به ئې ورکړم. رسول
الله صلى الله عليه وسلم ددې قسم بيع نه هم منع فرمائيلې ده ولې چې ممکنه ده هغه
شے پيدا نشى يا پيدا شى مګر دخريدار خوښ نۀ شى په دې صورت کښې دفريقينو په مينځ
کښې جګړه کيدے شى
د حضرت حکم بن حزام رض نه روايت دے چې:
رسول الله ر زۀ ددې نه منع کړے يم چې يو شوے زما
سره موجود نه وى او زۀ دهغې دخرڅولو دچاسره معامله کوم
تشريح:
حکيم بن حزام يو مالدار سوداګرؤ. دسنن نسائى او سنن
ابىداود دروايت نه معلوميږى چې هغه حضور صلى الله عليه وسلم نه تپوس وکړو چې بعضې
وخت کښې ديو شى سوداګر ماله راشى او هغه شے زماسره موجود نۀ وى نو زۀ دهغه سره
معامله وکړم او دبازار نه هغه شے واخلم هغه له ئې ورکړم نو هغوى صلى الله عليه
وسلم ورته دا وفرمائيل چې کوم شے ستاسره موجود نۀ وى دهغې خريدو فروخت مۀ کوه