د حضرت عبدالله بن عمر رض نه روايت دے چې:
(( رسول پاک صلى الله عليه وسلم منع فرمائيلې ده
د ميوې د بيع نه تر هغې وخته پورې چې څو په هغې کښې پوخوالے نۀ وى څرګند شوے.
هغوى صلى الله عليه وسلم خرڅونکے هم منع کړيدے او اخستونکے هم )) (صحيح بخارى)
او د دې حديث د صحيح مسلم په روايت کښې دى:
(( چې رسول الله صلى الله عليه وسلم منع فرمائيلې
ده. د کجورو د فصل د بيع نه څوپورې چې په هغې کښې سور والے نۀ وى راغلے. او د
پټى د وږو د بيع څو پورې چې په هغې سپينوالے نۀ وى راغلے. او د تباهۍ خطره ئې
پاتې نۀ شى))
تشريح:
لکه څرنګه چې زموږ په ملک او زموږ په علاقو کښې د
آمونو د باغونو فضل د آمونو پخيدو نه وړاندې ډير مخکښې هم خرڅولے شى. دغه شان په
مدنيه منوره وغيره دعربو په پيداوارى علاقوکښې دکجورو يا انګوروباغونه و دونو
ميوې دتيارۍ نه مخکښې خرڅولے شى،او په پټو کښې پيدا کيدونکې غله هم دتيارۍ نه
مخکښې خرڅولے شى. رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې نه ممانعت فرمائيلے دے ولې چې
په دې کښې خطره او امکان شته چې په فصل به څه آفت راشى مثلاً تيزه سيلۍ، ياداسمان
نه وريدونکې ږلۍ غله يا ميوه تباه کوى بيا ددې هم خطره ده. چې دقيمت دادائيګى په
باره کښې په فريقينو کښې څه جګړه پيدا شى.
په غله او ميوه کښې دڅه بيمارۍ او خرابۍ هم خطره وى
چې اخستونکى غريب ته دنقصان رسيدو ويره وى په هر حال په بيع کښې دا ښکاره خطرې دى
ددې وجې نه رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې ممانعت فرمائيلے دے په مخکښې درج
کيدو والا حديث کښې ددې زياتى وضاحت شوے دے.
د حضرت انس رض نه روايت دے چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم دميوؤ دخرڅولو نه
تر هغې پورې منع فرمائيلې ده چې څو پورې هغې باندې رونق نه وى راغلے عرض ورته
وشو چې درونق دراتلو څه مطلب دے؟ هغه وفرمائيل چې مطلب دادے چې سرخى پکښې راشى.
ددې نه پس هغه ارشاد وفرمائيلو چې وښائى که چرې اله تعالى ميوه پيدا نه کړى
يعنې دخدائى په حکم سره کۀ په څه افت سره ميوه دتياريدو نه مخکښې ضائع شى نو
خرڅوونکے به دڅه څيز په عوض کښې داخستونکى ورور نه مال وصولوى. ( صحيح مسلم)
تشريح:
علماؤ ليکلى دى چې کۀ په ميوه کښې داسې نقص راغلے
وى چې خريدار ته هيڅ هم پاتې نۀ شو. بلکې ټول برباد شول نو خرڅوونکى له پکار دى
چې قيمت بالکل نه اخلى اوکۀ اخستے ئې وى نو واپس دې کړى. ليکن کۀ ټول نۀوى تباه
شوے، بلکې څه پاتې وى. نو دهغې لحاظ دې وکړى په قيمت کښې دې څه تخفيف وکړى.ددې
حکمونو روح دادے چې دهر يو خير خواهى او د مناسب حده پورې دهر يو دمفادو حفاظت
وکړے شى.